سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال بلخ كې د اداري فساد په وړاندې مبارزه گړندۍ شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان په شمال كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې:

په فساد كې ككړ كسان له مهمو فلمي شواهدو او ثبوتونو سره نيسو، خو محكمه يې بېرته خوشې كوي.

په شمال كې داداري فساد په وړاندې د مبارزې د ادارې رييس شمس الله جاويد خبردارى وركوي، چې:

كه د روان لمريزكال تر پايه د بلخ په گمركونو كې اداري فساد پاى ته ونه رسيږي اوعوايد يې زيات نه شي، له دندې به استعفا وكړم.

دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ د بلخ د گمركونو رييس په گمركونو كې د اداري فساد موجوديت په كلكه رد كړى و.

جاويد د ( راځئ، چې د اداري فساد په وړداندې متحد شو ) تر سرليك لاندې ناسته كې د دوشنبې په ورځ(د لړم لومړۍ) يوځل بيا له خلكو وغوښتل، چې:

خلك دې د اداري فساد په وړاندې د عادلانه مبارزې په لاره كې لازمه همكاري وكړي.

هغه زياتوي:

په شمال كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره پر څه نا څه ۹۰ قضيو څېړنه كوي، چې د ځمكې دغصب ، بډو او په كار كې د ناغېړۍ په اړه دي.

د نوموړي په وينا:

كشفي بنسټونوپه اداري فساد تورن كسان له فلمي ثبوتونو سره يوځاى نيول كيږي، خو محكمې يې د خوشي كولو امرصادروي.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې مسوولين ټينگار كوي:

كه خلك له كشفي بنسټونو سره همكاري ونه كړي؛ نو په افغانستان كې به دا مبارزه بې پايلې وي.

دا په داسې حال كې ده، چې په شمال كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې چارواكو په ډاگه كړې، چې له دوه- درې بنسټونو پرته نور په بلخ كې ډېرې دولتي ادارې په فساد ككړې  دي.

د بلخ چارواكي په داسې حال كې، چې په دولتي بنسټونو كې اداري فساد نه ردوي؛ خو د نورو ولايتونو په پرتله يې لږ شمېري.

د يادونې وړ ده، چې د بلخ د محاكمو چارواكي په دې اړه له څه ويلو ډډه كوي.

Trending

Exit mobile version