سیمه ییز خبرونه

د هېواد په شمال كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى مخ پر زياتېدو دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد په شمال كې د ملگرو ملتونو د سياسي څانگې يا يوناما مسئولين وايې، په شمال كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى او پر ماشومانو د جنسي تيريو موارد مخ پر زياتېدو دي.

د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالى په ځانگړې توگه د جنسي تېري پېښو د نړيوالو بنسټونو اندېښنې هم را وپارولې.

په شمال كې د ملگرو ملتونو د سياسي څانگې مسئول سيد ملك وايې:

د هېواد په شمال كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى او پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې زياتې شوې دي.

دى زياتوي، د ملگرو ملتونو حقوقي څانگې تل د تاوتريخوالي پېښې او د جنسي تېريو پېښې څېړلې دي او دا ډول پېښې كلكې غندي.

هغه له افغان دولت څخه وغوښتل، چې پر ماشومانو د جنسي تېري عاملين په سزا ورسوي.

نوموړي همدا راز له دولت او رسنيو وغوښتل څو هغه كسان افشا كړي، چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې زور كاروي.

د هغه په باور كه په ټولنه كې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او جنسي تېريو عاملين افشا شي، د دې جرمونو گراف به ټيټ شي.

شمال په وروستيو دوو اوونيو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د څو پېښو او پر ماشومانو د جنسي تېريو شاهد دى.

څو ورځې وړاندې د بلخ په كلدار ولسوالۍ كې پر پنځه كلنې صديقې د خپل ۲۲ كلن گاونډي له خوا جنسي تېرى وشو.

كه څه هم پوليسو د تېري كوونكي د نيونې خبر وركړ خو د صديقې د كورنۍ غړي وايې،  تېرى كوونكى تښتېدلى دى.

Trending

Exit mobile version