روغتيا
د هېواد په لویدیځ کې د سرطاني ناروغانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی
په هرات ولایت کې د سرطاني ناروغیو د څارنې پروګرام مسوولینو ويلي، چې له تېرو ۱۲ میاشتو راپدیخوا د افغانستان په لویدیځ کې له ۴ زره ډېر کسان پر سرطان اخته شوي، چې د ورته پخواني وخت پر پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان په لویدیځ کې د سرطان د مخنیوي د ملي پروګرام مشر داکتر فاروق احمد صدیقي وايي: پر سرطان اخته څه باندې څلور زره کسان، چې دوی ته راغلي؛ ۵۰ سلنه یې ښځې دي.
هغه زیاته کړې، چې د سرطاني ناروغیو په اخته میرمنو کې ۵۰ سلنه (۱۰۰۰) د سینې سرطان لري.
داکتر فاروق احمد صدیقي وايي: له هرو دوه پېښو څخه، چې مونږ ته راځي یوه یې د سینې سرطان لري. دغه احصائیه د پخوا پر پرتله زیاته شوې ده. مونږ باید د پېښو د وقایې پوهاوی رامنځته کړو، چې کچه یې راټیټه شي.
نوموړي زیاته کړې، زياتره میرمنې د سينې د سرطان په اړه نه پوهېږي او دا کار د دې لامل کېږي، چې بې وخته داکتر ته ورځي، چې تشخيص او درملنه يې بیا ستونزمنه کیږي.
د سینې سرطان په نړۍ کې د سرطان دوهیمه عامه بڼه ده، چې نرینه او ښځینه اغېزمنوي؛ خو په ښځو کې د دې ناروغۍ شونتیا د نرینهوو پر پرتله ډېره ده.
روغتيا
په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دې روغتون د جوړولو لګښت د همدې ټولنې له بودجې ورکړ شوی دی.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له دې مخکې د زړه پر سوري اخته ډېر ناروغان د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو یا له هېواده بهر روغتیايي مرکزونو ته تلل؛ خو د دغه روغتون له فعالیت سره به یو شمېر ناروغ ماشومان، وکولی شي په هېواد کې دننه څانګیزه درملنه ترلاسه کړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دغه روغتون پرانیستل به د زړه د ګڼو اړمنو ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې، د اقتصادي ستونزو له کبله پخوا ډېری ناروغان د اړینو روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو بېبرخې پاتې کېدل.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ټینګار کړی، چې په ددې روغتون کې به کورني او بهرني څانګوال ډاکټران اړمنو ناروغانو ته د زړه د درملنې خدمتونه ۲۴ ساعته او په وړیا توګه وړاندې کړي او هڅه به وشي، چې ناروغانو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د دغه روغتون څانګوال وایي، د زړه د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ټول عصري تجهیزات په دې روغتون کې برابر شوي دي.
د دغه روغتون له پرانیستې سره به هغه کورنۍ، چې پخوا یې د خپلو ماشومانو د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره د درندو لګښتونو او بهرنیو سفرونو ستونزې ګاللې؛ اوس کولی شي په افغانستان کې دننه له وړیا او څانګیزو روغتیايي خدمتونو برخمنې شي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د «ګاوي» له استازو سره د واکسین پر پراختیا خبرې وکړې
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په کابل کې د واکسین او معافیت نړیوال یووالي(ګاوي) د افغانستان د دفتر له مشرې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف له استازو او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
هغه د شري، پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه د وزارت له مهمو لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل، چې د وقایوي خدمتونو ترڅنګ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره هم هڅې روانې دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، د واکسین او روغتیا ملي سټراټیژۍ به ژر وروستۍ او د پلي کېدا لپاره اړوند بنسټونو ته وړاندې شي.
دغه راز د ګاوي، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف استازو خپل نظرونه شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې په یادو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ویل کیږي، چې افغانستان اوس هم د ګاوي له لومړیتوبونو څخه دی او دغه بنسټ به د روغتیا او معافیت په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکاري روانه ساتي.
روغتيا
روسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي
دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې روسي شرکت «فارماسینتز» څرګندوه کړې، چې ډېر ژر به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي او په دې اړه یې له افغانستان عامې روغتیا وزارت سره اړینې هوکړې کړې دي.
دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.
د شرکت د څرګندونو له مخې، انسولین، انټيبیوټیکونه او د زړه او سرطاني ناروغیو اړوند درمل په افغانستان کې له ډېرو غوښتل شویو درملو څخه دي، چې د دې شرکت د تولیداتو په نوملړکې راغلي دي.
د فارماسینتز ګروپ په ۱۹۹۷ز.کال کې د روسیې په ایرکوتڅک ښار کې د هنديالاصله سوداګر «ویکرام پونیا» لهخوا جوړ شوی او اوس له ۳۰۰ څخه ډېر بېلابېل ډوله درمل تولیدوي. دغه شرکت د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې اووه تولیدي مرکزونه لري.
فارماسینتز اوسمهال خپل درمل تر ډېره قزاقستان، ازبکستان او بېلاروس ته صادروي، چې له دې مخکې یې په میانمار او دومینیکن جمهوریت کې هم فعالیت درلود.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا د روسیې لومړنی ستر درمل جوړوونکی شرکت دی، چې د افغانستان بازار ته داخلیږي.
په راپور کې ویل شوي؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې د درملو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ و او له پاکستان سره کړکېچونو، چې افغانستان ته د درملو د وارداتو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي وضعیت نور هم سخت کړی دی.
کارپوهانو ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار تر ډېره له پاکستان، ایران، هند او د منځني ختیځ له هېوادونو وارداتو پورې تړلی دی، او نوي شرکتونه به د درملو ثبت، لېږد، مالي ورکړو او د بازار سیالۍ په څېر ننګونو سره مخ شي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار4 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
-
تازه خبرونه4 days agoکویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoچین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
