روغتيا
د هېواد په لویدیځ کې د سرطاني ناروغانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی
په هرات ولایت کې د سرطاني ناروغیو د څارنې پروګرام مسوولینو ويلي، چې له تېرو ۱۲ میاشتو راپدیخوا د افغانستان په لویدیځ کې له ۴ زره ډېر کسان پر سرطان اخته شوي، چې د ورته پخواني وخت پر پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان په لویدیځ کې د سرطان د مخنیوي د ملي پروګرام مشر داکتر فاروق احمد صدیقي وايي: پر سرطان اخته څه باندې څلور زره کسان، چې دوی ته راغلي؛ ۵۰ سلنه یې ښځې دي.
هغه زیاته کړې، چې د سرطاني ناروغیو په اخته میرمنو کې ۵۰ سلنه (۱۰۰۰) د سینې سرطان لري.
داکتر فاروق احمد صدیقي وايي: له هرو دوه پېښو څخه، چې مونږ ته راځي یوه یې د سینې سرطان لري. دغه احصائیه د پخوا پر پرتله زیاته شوې ده. مونږ باید د پېښو د وقایې پوهاوی رامنځته کړو، چې کچه یې راټیټه شي.
نوموړي زیاته کړې، زياتره میرمنې د سينې د سرطان په اړه نه پوهېږي او دا کار د دې لامل کېږي، چې بې وخته داکتر ته ورځي، چې تشخيص او درملنه يې بیا ستونزمنه کیږي.
د سینې سرطان په نړۍ کې د سرطان دوهیمه عامه بڼه ده، چې نرینه او ښځینه اغېزمنوي؛ خو په ښځو کې د دې ناروغۍ شونتیا د نرینهوو پر پرتله ډېره ده.