سیمه ییز خبرونه
د هېواد په ټولو ولايتونو كې به پوهنتونونه جوړشي- برى صديقي
د لوړزو زړده كړو وزارت د مسوولينو په وينا:
په روان كال كې به يو سلو شپيته زره كسان د كانكور په ازموينه كې گډون وكړي، چې يوازې پېنځه دېرش زره به لوړو تحصيلي موسسو ته جذب شي.
په تېرو كلونو كې لوړو تحصيلي موسسو ته د ځوانانو له لاسرسي سره سره اوس هم يو شمېر ځوانان د لوړو تحصيلي موسسو د ټيټې وړتيا له كبله نه شي كولى خپلو لوړو زده كړو ته دوام وركړي.
د لوړو زده كړو وزارت مسوولين وايي، چې:
د تحصيلي موسسو د وړتياوو د لوړولو لپاره په پام كې لري، چې په ټولو ولايتونو كې به ترڅلور كلونو پوهنتونونه او لوړې تحصيلي موسسې جوړې كړي.
د هغه په وينا:
ماليي وزارت هم منلې، چې:
د دغو تحصيلي موسسو د تشكيل او ښوونكيو معاشونه به هم برابر كړي.
د بري صديقي په وينا:
طمع كيږي، چې د روان كال د كانكور په ازموينه كې به يوسلو شپېته زره كسان گډون وكړي، چې پېنځه دېرش زره په لوړو تحصيلي موسسو او د اوياوو زرو په شا وخوا كې نيمه عالي موسسو ته جذب شي.
د لوړو زد كړو وزارت د مسوولينو په وينا:
د سږكال كانكور به په روانه اوونۍ كې د شپې پوهنتون د كانكور له ازموينې سره پيل شي.
د دوى په وينا:
له شرايطو سره سم به په هر ولايت كې د كانكور د ازمويني يوه حوزه جوړه كړي.