روغتيا
د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ۲۰۲۴ کال د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل او په دې پړاو کې به څه باندې اووه اعشاریه پېنځه میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم وي؛ د نړیوالو موسسو په همکارۍ واکسین شي.
افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې اوس هم په دغو هېوادونو کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ خو په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو کومه مثبته پېښه ثبت شوې نهده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان عمرويلي؛ د ګوزڼ واکسین د پلي کېدا په دې پړاو کې به څه باندې ۷ اعشاریه ۵ میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم وي؛ واکسین شي.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ یوازې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او اوس تر دې مهاله هیڅ مثبته پېښه نهده ثبت شوې.
په هرات کې د پولیو د پروګرام مسوول محمد اصف کبیروايي، چې په دې څلور ورځني کمپاين کې به په هرات کې څه باندې دوه سوه زره له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي او په تېرو درې کلونو کې دغلته د پوليو کومه مثبته پېښه ثبت شوېنهده.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو له راستنېدو وروسته په ماشومانو کې پر دغه ویروس د اخته کېدو خطر شته دی.
