تازه خبرونه
د هېواد په ۵ ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوې
د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر زیاته کړې؛ یادې مېرمنې، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د بې معنی غیرتونو او ناوړه د دودونو پر بنسټ نه یوازې ځورېدلې، بلکې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ وې؛ د محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې دي.
د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر زیاته کړې؛ یادې مېرمنې، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د بې معنی غیرتونو او ناوړه د دودونو پر بنسټ نه یوازې ځورېدلې، بلکې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ وې؛ د محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.
نوموړي ویلي؛ محتسبین د مېرمنو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دې او هیچاته به اجازه ور نکړي، چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
دغه راز د دې وزارت محتسبینو تېره میاشت د هېواد پر کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې له ۱۰۰ څخه دېرې قضیې؛ د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل کړې دي.
همدارنګه سیف الاسلام خیبر آریانانیوز ته په یو غږیز پیغام کې څرګنده کړې؛ دې وزارت په لومړیو درې ربعو کې د مرکز او ولایتونو ۸۸۴۶ ولسي شکایتونه ثبت کړي او ۵۱۳۲ حل او رسېدنه ورته شوې ده.
همدا راز ۲۷۶۱ نور شکایتونه تر څېړونو لاندې دي او ۹۵۳ نور له قانون سره د نهسمون له کبله رد شوي دي.
ویل کیږي، چې ټول هېوادوال کولی شي پرته له کوم خنډ څخه خپل شکایتونه د ۱۹۱ وړیا شمېرې له لارې او یا هم په مرکز او ولایتونو کې د دې وزارت په اړوند څانګو کې ثبت کړي.