تازه خبرونه

د واخان د ورېښمو تاریخي لارې د جوړېدو عملي کار پيل شو- ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله وايي، چې له نړۍ او په ځانګړي توګه له چین سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د بدخشان د واخان د ورېښمو لارې د جوړولو کار پیل شوی او چارې یې چټکې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لاره کې مهم ګامونه اخیستي او هڅه کوي، چې بېلابېلې ترانزیتي لارې پیدا کړي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک له جوړېدو سره به د افغانستان سوداګريزې اړيکې نورې هم پراخې شي.

ذبیح الله مجاهد وایي؛ د چین پولې ته د واخان سړک مساحت پر غالب ګومان ۶۰ کیلومتره دی. همدا اوس هلته د ملي دفاع او ټولګټو چارو وزارت ماشینونه شته او ترې کار اخیستل کېږي.

نوموړي ویلي؛ د واخان دلاري جوړول د افغانستان اسلامي امارت په ستراتیزیکو پروژو کې شامله ده او په واخان مسیر کار هم روان دی له دې پرته د اسلامي امارت رهبرۍ د چابهار پر مسیر هم کار پیل کړی. مونږ هڅه کوو، چې د سیمې او ګاونډ پر کچه د خپلو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره اقدامت نور هم پراخ کړو.

دغه راز د سوداګرۍ خونې مسوولینو په یوه خبره ناسته کې د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتي؛ د واخان لار ژر تر ژره د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره برابره کړي، چې د پاکستان اقتصادي انحصار څخه وژغورل شي.

د سوداګرۍ او پانګوني خونې غړی عبید الله څرګنده کړې؛ چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی او له کابل څخه تر صفري ټکي ۱۰۰۰ کیلومتره واټن لرو. له اسلامي امارته هیله کوو، چې مونږ ته دورېښمو تاریخي مسیر بېرته پرانزي.

د سوداګرۍ او پانګوني خونې غړی شیرین آقا سخي ویلي؛ د اسلامي امارت له رهبرۍ هیله لرو، چې مونږ د بدخشان له لارې چین سره ونښلوي، چې افغان سوداګر د ګاونډ هېوادونو له مکرر ظلمه  خلاص شو. مونږ چین ته هم صادارت او هم واردات لرو.

په ورته وخت کې بیا اقتصادي شنونکي د افغانستان سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د واخان لار تر ټولو مهمه او اړینه بولي.

د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي که له دې مسیر څخه افغانستان له چین  سره ترانزیت پیل کړي؛ نو له دې سره به پر افغانستان او چین سربېره د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او غښتلې شي.

د یادونې ده، چې د واخان مسیر تاریخي ارزښت لري او له دې لارې د افغانستان او چین ترمنځ اقتصادي اړیکې پالل شوې دي.

Trending

Exit mobile version