سوداگري
د وارداتي برښنا د پورونو ډېره برخه ورکړ شوې ده – د افغانستان برښنا شرکت
د افغانستان برښنا شرکت رییس عبدالرحمن رحماني ويلي، تېر کال یې د هغو هېوادونو د پورونو ډېره برخه ورکړې، چې برښنا ترې واردوي.
د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۱۴ ) د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې په تېر یو کال کې د دې شرکت فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د افغانستان برښنا شرکت وایي؛ تېر کال یې د وارداتي برښنا د لګښت له درکه ازبکستان ته ۹۴ میلیون، تاجکستان ته ۹۶ میلیون، ترکمنستان ۴۷ میلیون او ایران ته ۶۲ میلیون دالره ورکړي دي.
د دې شرکت عملیاتي رییس صفي الله احمدزی د کلنۍ راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل؛ د باوري او دوامدارې برښنا د برابرولو په موخه د تجدید وړ انرژۍ د موثریت لپاره پېنځه کلن ستراتیژیک پلان ترتیب شوی، چې ورسره به له ۷۱۰ میګاواته لمریزې او بادي برښنا برخمن شو.
صفي الله احمدزی همدارنګه زیاتوي، چې له ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید په برخه کې لومړني کارونه شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به یي د پانګونې تړون لاسلیک شي.
دغه راز په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز مالي کال کې دې شرکت څه باندې ۳۵ زره مترونه ثبت کړي، چې د پخواني حکومت په دوره کې وېشل شوي وه.
همدارنګه دې شرکت د برښنا د بېلونو د پیسو ورکړه آنلاین کړې.
د دغه شرکت مسوولین وايي، چې د برښنا لګښت یې لوړ کړی نهدی؛ خو د برښنا د مصرف په اړه دقت رامنځته شوی دی.