سیمه ییز خبرونه

د واورې او توپان له کبله د سالنګ لویه لار وتړل شوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۰)

د فواید عامي وزارت مسوولینو ويلي، چې د هیواد د ځینو ولا یتونو لارې له مرکز او و لسوالیو  سره تړل  شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولینو ويلي؛ د درندې واورې وریدو او توپان له کبله د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه ریاست مشر قاضي عبیدالله عبید نن رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د تېرې شپې راپدیخوا په شمالي او جنوبي سالنګونو کې واوره او توپان روان دی، چې له کبله یې د سالنګ لار تړل شوېده.

قاضي عبیدالله زیاته کړې، چې پر دغه لار د انساني مرګ و ژوبلې د مخنیوي لپاره تېره شپه دغه لار د ټولو ترافیکو او موټرو پر مخ وتړله.

ویل کیږي، چې سلګونه بند پاتې مسافر د یاد ریاست د مسوولینو لخوا خوندي ځایونو ته لږدول شوي دي.

د غورـ هرات لاره او له ولسوالیو سره د دایکینډي او بامیانو لارې، هرات او تورغونډۍ  لاره او د بلخ  د ځینو ولسواليو لارې د واورې له امله تړل شوي دي.

د فواید عامې  وزارت په و ینا؛  په میدان – وردګ، پروان، پنجشیر، سرپل، بدخشان، نورستان ، بغلان، او پکتیا ولایتونو کې هم ځينې لارې بندې شوي دي.

د فواید عامې وزارت  زیاتوي، چې  په محلي کچه يي اداري واحدونه  چمتو دي، چې  د اورښت له دریدو سره لارې د ترافیکو پرمخ  خلاص کړي.

دغه راز د بادغيس مرستيال والي محب الله اسد ويلي: “د لارې د خلاصولو هڅې روانې دي؛ خو په بند سبزک کې، چې د هرات او بادغيس تر منځ پوله ده، مسافرين بند پاتې دي.

ځايي چارواکو له خلکو غوښتي، چې له تګ راتګ ډډه وکړي.
په بادغیس ولایت کې له پرون (جمعې) څخه تر نن سهار (شنبې) پورې د رنده واوره ورېدلې ده.
د سبزک لار د قلعه نو ـ هرات د لويې لارې يوه له هغو لارو څخه ده، چې هر کال د درندو واورو له کبله د مسافرو پر مخ تړل کېږي.

د خصوصي سکتور غړيو هم  ويلي، چې د مواصلاتي لارو  د پرانستلو لپاره باید په منظم ډول څارنه وشي، چې د مارکیټونو ته لومړنی تو کې په منظم ډول سره و رسیږي.

بل لوري ته د لغمان د ترافیکو مدیر ویلي، چې د تېرې شپې د اورښتونو له کبله د کابل او ننګرهار تړل شوې لار اوس بېرته پرانستل شوې ده.

Trending

Exit mobile version