تازه خبرونه

د وري تر میاشتې به د ښوونځيو او پوهنتونونو تعلیمي بهیر پیل شي – شهاب الدين دلاور

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۷, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور تېره ورځ د مرغومي پر ۶ ويلي، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو لپاره به مناسب شرایط برابر شي او تعلیمي بهیر به د وري تر میاشتې پیل شي.

شهاب الدین دلاور و زیاته کړې؛ د هغو ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به پرېکړه وشي، چې له شریعت او ملي دود سره سم وي.

د کانونو او پترولیم وزیر دغه څرګندونې یوه اوونۍ وروسته له هغې کوي، چې د لوړو زدکړو وزارت د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه لیک کې امر وکړ، چې د دغه هېواد نجونې به تر راتلونکي خبرتیا پورې پوهنتونونو ته له ورتګه دډه کوي.

له دې حکم وروسته د اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته امر وکړ، چې د ټولو ښځینه کارکوونکیو دندې تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.

له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم د ښوونیز کال په پیل کې تړل شوي دي.

دغو پرېکړو په هېواد کې دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول او د افغانستان له اسلامي امارت یې وغوښتل، چې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورخ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له مشرتابه پلاوي سره، چې مشري یې قاضي ګل رحمن کوله وکتل او د یادې اتحادیې مشرتابه د حقیقي اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو هیله وګڼله او ویې ویل، چې د اسلامي نظام د ټینګښت او ثبات لپاره له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

Trending

Exit mobile version