سیمه ییز خبرونه
د وزيرانو استيضاح په ولسي جرگه كې له حكومت څخه د امتياز اخيستلو په وسيله اوښتې ده
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ولسي جرگې لخوا د كابينې د يوولس وزيرانو د استيضاح پرېكړې د دغې جرگې غړي په دوو برخو ويشلي دي.
ولسي جرگې نږدې يوه مياشت مخكې پرېكړه وكړه، چې د كابينې يوولس وزيران ځكه استيضاح كوي، چې نه دي توانېدلي د خپلې پرمختيايي بودجې پنځوس په سلو كې مصرف كړي.
د استيضاح مسئله د هرې ورځې په تېرېدو د ولسي جرگې په تالار كې پسې تودېږي.
د ولسي جرگې ځيني نور غړي په دې باور دي، چې د وزيرانو استيضاح په جرگه كې له حكومت څخه د امتيازونو د اخيستلو په وسيله اوښتې ده.
د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي بيا وايي:
تر هغې، چې د ولسي جرگې غړي د استيضاح لپاره ځانگړې فورمې ډكې نكړي د يوولس وزيرانو استيضاح به په عمومي غونډه كې مطرح نه كړي.
د ولسي جرگې د دوشنبې ورځې عمومي غونډه د جرگې د غړو ترمنځ له تندو ناندريو وروسته بې پايلې تمامه شوه.