تازه خبرونه

د وزير محمد اکبر خان او شيرپور تر منځ  د سړک جوړولو چارې پيل شوې

Published

on

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان له سیمې څخه تر شېرپور پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل کړې.

د کابل ښاروالۍ د څرګندونو له مخې، دغه سړک د ٣٩١ مترو پر اوږدوالي او ٢٢،٥ مترو پر سور د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت رياست لخوا سږ کال د ١٥ ميليون افغانيو پر لګښت جوړوي، چې پلې لارې او څنډې هم په کې دي؛ جوړوي.

دغه نښلوونکی سړک د وزیر محمد اکبر خان پېنځلسم سړک د شیرپور له دوه یم سړک سره نښلوي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې شپږ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، د نړولو او پاکولو چارې هم پيل شوې دي.

د دغه سړک له جوړېدو سره به د ترافیکو ګڼه ګوڼه ووېشل شي او د اړوند سیمو د چاپېریال ستونزې به هم ورسره اوارې شي.

Trending

Exit mobile version