تازه خبرونه
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستيز د بدخشان له سرحدي ولسواليو ليدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت وايي، د وسلهوالو ځواکونو ستر درستيز د بدخشان ولايت له سرحدي ولسواليو ليدنه وکړه.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د وسلهوالو ځواکونو ستر درستيز قاري فصيح الدين فطرت د بدخشان ولايت واخان، اشکاشم او زيباک سرحدي ولسواليو ته په سفر کې له اړوند مسوولينو او منسوبینو سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د هېواد ستر درستيز د پولو او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره د ملي اردو د منسوبينو له نه ستړي کېدونکیو هلو ځلو ستاينه وکړه او پر منسوبينو او جزوتامونو پوځي يونيفورم ووېشل شو او د ښه امنیت د ټینګښت لپاره یې لازمې لارښوونې مسوولینو ته وړاندې کړې.
دغه راز د ملي اردو سرحدي چارواکو ډاډ ورکړ، چې په هر ډول حالاتو کې د پوځ خدمت ته چمتو دي او د هېواد له پولو به کلکه دفاع او ساتنه وکړي.
د یادونې ده، چې د واخان او پامیر ولسوالیو اوسیدونکیو د ستر درستیز له راتګه د هرکلي تر څنګ د امنیت له ټینګښت او د ملي دفاع وزارت له پاملرنې قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې له اسلامي امارت څخه خپل د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
