سیمه ییز خبرونه

د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې پنځوس سلنه كمښت راغلى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ختیځ کې د ملي اردو اوسرحدي پولیسو چارواکي وايي، د تېرو شپږو میاشتو په موده کې یې د بېلا بېلوعملیاتو او نښتو په ترڅ کې پنځه سوه او اویا تنو وسله والومخالیفینو ته مرگ ژوبله اوړولې .

د۲۰۱سیلاب قولې اردو كرارگاه، چې د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالیو کې استوگنه لري.

د دغې قولې اردو سرتېري د ننگرهار، کنړ، نورستان او لغمان سربېره په پنجشېر، پروان او کاپیسا لایتونو کې هم پردندو بوخت دي.

د نوموړې قولې اردو قومندان تورن جنرال محمد زمان وزیري د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۱۷ ) په یوې خبرې ناسته کې وویل:

سرتېرو یې په یادو ولایتونو کې د تېرو اتو میاشتو په موده کې د بېلا بېلو نښتو اوعملیاتو په ترڅ کې۲۳۷وسله وال مخالیفین وژلي،۲۶یې ټپیان کړي او۶۳ تنه یې ژوندي نیولي.

نوموړی وايي، د دې سربېره یې سرتېرو له وسله والو مخالیفینو څخه گڼ شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم نیولي.

وزیري زياتوي، چې ملي اردو دمگړۍ د وسله والو مخالیفینو د ځپلو تر څنگ د تېري کوونکو هېوادونو او بل هر ډول دوښمن په وړاندې مبارزې ته چمتو ده، خو شرط دا دی، چې نړیو اله ټولنه یې پر درنو وسلو او هوايي ځواک سمبال کړي.

جنرال وزیزي دا ومنله، چې په تېرو اتو میاشتو کې دوسله والو په بریدونو کې لسگونه سرتېري مړه او ژوبل شوي، خو کره شمېره یې په ډاگه نه کړه.

نوموړی همدارنگه وايي، د تېر په پرتله د وسله والو په بریدونو کې کموالی راغلی.

د یو بل خبر له مخې په خیتځ کې د سرحدي پولیسو د لومړۍ لیوا مطبوعاتي مسئول ادریس مومند هم په یوې جلا خبرې ناسته کې وویل:

سرحدي پولیسو په تېرو شپږو مياشتو کې٢٢٢ وسله وا ل مخالفين وژلي او ٨٤ نور يې ټپيان کړي دي.

مومند هم ادعا کوي، چې د پخوا په پرتله په تېرو شپږو مياشتو کې په سرحدي ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې پنځوس سلنه کمښت راغلى دى.

نوموړى همدارنگه وايي، وسله والو مخالفينو په تېرو شپږو مياشتو کې پرسرحدي پوليسو ٢٤٦ بريدونه کړي او د دوى په وسايطو ١٨چاودنې کړي، چې اتلس سرحدي پوليس په کې وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکي دا څرگندو نې وروسته له هغې کوي، چې په دې وروسیتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د ناغښتلتیا اوازې پورته شوې.

Trending

Exit mobile version