سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د نوماندانو وروستۍ نوملړ اعلان شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۲۹ ) د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د نوماندانو وروستۍ نوملړ اعلان كړ.

د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو په وروستې نوملړ كې يوولس تنه دي، چې ټول نارينه دي خو د ولايتي شورا ګانو د نوماندانو په وروستې نوم لړ كې د دوه زره اووه سوه ديارلسو تنو نومونه شامل دي، چې په هغو كې درې سوه اته تنه يې مېرمنې دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د كانديدانو وروستۍ نوملړ له ټاكلي مهال وېش څخه څلور ورځې وروسته خپور شو.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتكي وایي، دا نوملړ بايد د لړم په پنځه ويشتمه خپور شوى واى، خو د شكايتونو څېړنې وخت ونيو او ايله د لړم په نهه ويشتمه د ټاكنو خپلواك كميسيون وتوانېد، چې وروستۍ نوملړ اعلان كړي.

د ښاغلي هوتك په وېنا له دې وروسته يعنې د سلواغې په ديارلسمه كانديدان په رسمي ډول ټاكنيزې مبارزې پېلوي.

يو شمېر كانديدان نيوكه كوي، چې ځيني نور كانديدان له دولتي امكاناتو ګټه اخلي. دوى غوښتنه وكړه، چې دا مسئله جدي وبلل شي او مخنيوی يې وشي.

د افغانستان د شفافو ټاكنو بنسټ ټيفا مسئولين وايي، چې له نيمګړتياوو سره سره د كانديدانو د نوملړ وروستي كېدل د ټاكنو په بهير كې يو مهم پرمختګ دی.

Trending

Exit mobile version