1393ټاكنې
د ولسمشرۍ دواړه تیمونه د ملي وحدت حکومت جوړیدو ته ژمن دي
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دواړو نوماندانو د ناتو مشرانو ته ویلي، چې د ټاکنیزو ناندرو له حل سره سم؛ د ملي وحدت حکومت جوړولو ته ژمن یو.
اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په یو گډ پیعام کې د پنجشنبې په ورځ(د وږي۱۳) د بریتانیا د ویلز سرمشریزې ته په لیږل شوي پیغام کې لیکلي، چې دواړه تیمونه د ملي وحدت حکومت جوړولو ته تیار یو.
د ناتو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن وایِي: د ناتو مشرانو دا پیغام تر لاسه کړی دی.
د ناتو سرمنشي د پنجشنبې د ورځې په لومړیو کې ویلي ول، چې :
مونږ هغې نېټې ته نږدې کیږو، چې د افغانستان غوره شوی ولسمشر په کې له ناتو سره امنیتي هوکړه لاسلیک کړي او د ناتو د غړیو هېوادونو یوه وړه ډله په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ د رایو د ارزونې بهیر تېره شپه پای ته رسیدلی او نن به یې سیستم ته د داخلولو بهیر پیل شي.