سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د ټاکنو پر ستونزو خبرې وکړې
دواړو نوماندانو تېره شپه(د وږي ۵) یو څل بیا د ټاکنو پر ستونزو خبرې اترې تر سره کړې.
د اجرائیه رییس صلاحیتونه او د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو د نیټې ژر په ډاگه کول د دواړو نوماندانو د تېرې شپې خبرې وې، خو پر اختلافي ټکو د دواړو نوماندانو د توافق په اړه څه نه دي ویل شوي.
د چار شنبې په ورځ د داکتر عبدالله عبدالله د ټاکنیز تیم د استازیو نه گډون د رایو د ارزونې بهیرټکنی کړی و.
د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې تیم گواښ کړی و که غوښتنې او وړاندیزونه یې ونه منل شي د رایو د ابطال بهیربه ودریږي.
د دغه تیم یو وړاندیز داو، چې :
د هغو سیمو رایې، چې د ټاکنو په وخت ناامنې وې، نه دې شمېرل کیږي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د ابطال او ارزونې بهیر د دواړو نوماندانو له گډون پرته روان ساتل شوی دی.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سیاسي دفتر په ډاگه کړې، چې د ولسمشرۍ د دوه یم پړاو ټاکنو د رایو د ارزونې بهیر روان دی.
د یادونې وړده، چې د نوماندانو د تېرې شپې ناسته هم بې پایلې تر سره شوې؛ خو ملگرو ملتونو د دغو ټاکنو د رایو د پایلو له څارلو او روان ساتلو ډاډ څرگند کړی دی.