سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ دوه كانديدان د ټاكنيزو سرغړونو له امله نغدي جريمه شول
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د ولسمشرۍ دوه كانديدان د ټاكنيزو سرغړونو له امله نغدي جريمه كړل. محمد شفيق ګل آغا شېرزى په دې خاطر سل زره جريمه شو، چې بل كانديد ته يي سپكاوى كړى او زلمى رسول هم په دوو مواردو كې له دولتي امكاناتو څخه د استفادې له امله دوه سوه زره افغانۍ جریمه شو.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د سې شنبې په ورځ ( د وري ۱۲ ) په يوې علني ناسته كې د ولسمشرۍ د پنځو كانديدانو پر وړاندې پنځه مورده شكايتونه د هغوی د استازو په شتون كې وڅېړل.
د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رئیس عبدالستار سعادت وايي:
محمد شفيق ګل آغا شېرزی د ټاكنيز كمپاين پر مهال بل كانديد ته سپكاوى كړى او دا ټاكنيزه سرغړونه ده. دې كميسيون شېرزى سل زره افغانۍ جريمه كړ.
دې كميسيون همداراز د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيز ټيم د شكايت او خپلې ليدنې پر بنسټ ټينګار وكړ، چې زلمى رسول له دولتي امكاناتو څخه استفاده كړې او د كندهار امنيه قومندان، د پكتيا والي او د هغه وياند له ښاغلي رسول څخه ملاتړ كوي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون رئيس همداراز وايي، د پكتيا والي د زلمي رسول په كمپاين كې څرګند شوى او د كندهار امنيه قومندان هم خلك په زور سره د زلمي رسول كمپاين ته بيولي دي. ښاغلى رسول په همدې دوو دلايلو ۲۰۰زره افغانۍ نغدي جريمه شو.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ټينګار كوي، چې د پكتيا والي او د هغه وياند او د كندهار امنيه قومندان په دې تورن شوی، چې له زلمي رسول څخه ملاتړ كوي، او د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد د قانون له مخې، له حكومت وغواړي، چې دا چارواكي له دندو لرې كړي.