سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ د نوماندانو د اسنادو څېړنه په رسمي توګه پېل شوه

Published

on

(Last Updated On: )

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د رسنيو او مدني ټولنې د غړو پروړاندې د ولسمشرۍ د نوماندانو د اسنادو څېړنه په رسمي توګه پېل كړل. زياتره معترض نوماندان د ټاكنو په خپلوا ك كميسيون تور لګوي، چې د اسنادو په څېړنو كې يې مسلكي چلند نه دى كړى. دوى د شكايتونو له كميسيون څخه وغوښتل، چې په عادلانه توګه يې اسناد  له سره وڅېړي.

د ولسمشرۍ د ټاكنو شپاړسو معترض نوماندانو، د مدني ټولنې يو شمېر غړيو او رسنيو د نوماندانو د شكايتونو د ارزولو د كار د پېل په لومړۍ ورځ د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون په يوه غونډه كې برخه واخيسته.

د شكايتونو كميسيون په ترتيب سره د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د حذف شويو نوماندانو د ليرې كېدو دلايل وړاندې كول او هر نوماند په ترتيب سره د خپلو اسنادو په اړه ځوابونه ويل.

د سل زرو ملاتړو كارتونو نه بشپړتيا، د كړنلارې مطابق په شلو ولايتونو كې د دوه سوو ملاتړو كارتونو نه درلودل او يا هم دوه ګونى تابعيت هغه لاملونه ګڼل كېږي، چې له امله يې نوماندان له لومړني نوملړ څخه ايستل شوي دي.

خو معترض نوماندان حمیدالله فاروقي او سید عبدالهادي دبیر وايي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون غېر قانوني كار كړى او د لومړني نوملړ تر اعلانولو مخكې دوى ته خبر نه دى وركړل شوى.

د شكايتونو په كميسيون كې د معترضو نوماندانو د دلايلو تر وړاندې كولو وروسته د مدني ټولنې فعال اجمل بلوچ زاده هم د ټاكنو د خپلواك كميسيون په كارونو كې نيمګړتياوې نه ردوي.

خو د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور د دې څرګندونو په غبرګون كې وايي، دوى د ټاكنو د كړنلارې او مهالوېش له مخې خپلې څېړنې كړې او كار يې نيمګړى نه دى.

په همدې وخت كې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رئیس عبدالستار سعادت وايي، د دغو اسنادو د عادلانه څېړلو په موخه يې پلاوى ګومارلى دى.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رئیس همدارنګه زیاتوي، چې كه وروستۍ نوملړ هم خپور شي په كار كې د روڼتيا په موخه به د شكايتونو تر پاى ته رسېدو پورې دا څېړنې دوام ومومي.

Trending

Exit mobile version