سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ راتلونكې ټاكنې به رڼې او عادلانه وي
حامد كرزي د ټاكنو په افغان بڼې له ټينگار سره وويل، چې:
د ولسمشرۍ د ټاكنو پر بهير دې د ډېر لگښت مخنيوى وشي او د بهرنيانو د معاشونو سرچينه دې نه گرزي.
هغه له ملي شورا وغوښتل، چې د ټاكنو قانون دې تصويب او قانوني تشه دې ډكه شي.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، چې:
د ولسمشرۍ او ولايتي شورا راتلونكې ټاكني به د ټاكنو د كميسيون له ټاكلي برنامي سره سم په خپل وخت ترسره شي.
هغه وايي هڅه كوي، چې ټاكنې شفافې او پرته له درغليو ترسره او په هېواد كې د ثبات د ټينگښت لامل وگرزي.
حامد كرزي وويل:
كه څه هم په تېرو ټاكنو كې د ملگرو ملتونو او بهرنيانو ونډه مهمه وه، خو له يوې خوا مو دا ملي بهير د بهرنيانو د لاسوهنې لامل شو او له بلې خوا د ټاكنو لگښت ډېرگران تمام شو.
نوموړى وايي:
په تېرو پارلماني ټاكنو كې هره رايه په څلويښت دالره تمامه شوې، چې دا بهير بايد د بهرنيانو د معاشونو د تمويل سرچينه ونه گرزي.
ولسمشر كرزي د ټاكنو قانون تصويبول اړين وبلل او له ملي شورا څخه يې وغوښتل، چې د ټاكنو قانون تصويب كړي.
حامد كرزى وايي، چې د راتلونكيو ټاكنو نوماندان بايد له قانون سره سم خپله انتخاباتي مبارزه تنظيم كړي.
هغه ډاډ څرگند كړ، چې:
حكومت به د ټاكنو امينت په بشپړه توگه تامينوي، چې خلك په ټوليزه توگه په كې ونده واخلي.
د ولسمشر په وينا، امنيتي ارگانونو ته دنده سپارل شوې او په دي برخه كې نور كارونه هم دوام لري.