سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ نوماندان دې ټاکنیزو ناندرو ته د پای ټکی کیدي- جان کري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جانکری تېره ورځ کابل ته راغلی او د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره يې خبرې اترې وکړې.

هغه د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو( داکتر اشرف غني احمدزي او داکتر عبدالله عبدالله) وغوښتل، چې ټاکنیزو ناندریو ته د پای ټکی کیدي.

ښاغلي کري ویلي دي، چې نوماندان دې د ټولو رایو پایله ومني او د سپتمبر تر لومړیو پورې دې د ملي وحدت حکومت اعلام کړي.

په همدې حال کې له جان کري سره راغلی پلاوی وايي:

دواړه نوماندان دې د ناتو تر ناستې دمخه، چې د سپتمبر په څلورمه په لندن کې جوړیږي، په یوه وروستۍ پایله هوکړې ته ځانونه ورسوي.

نوموړي له دې سفر مخکې له دواړو نوماندانو سره تیلیفوني اړیکې نیولې وې.

ټاکل شوې ده، چې جان کري نن له ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرې اترې وکړي.

کابل ته د جان کري دا دوه یم سفر دی، چې د ولسمشرۍ د دوه یم پړاو د رایو د ارزونې د بهیر په اړه د افغانستان له چارواکو سره خبرې اترې کوي.

Trending

Exit mobile version