تازه خبرونه

د ولسمشر د ملي دفاع وزارت د تیلو د تړون د ځنډیدو اقدام وستایل شو

Published

on

(Last Updated On: )

له اداري فساد سره د مبارزي د څارنې او ارزونې ګد اوخپلواک کمیسیون وایي؛ د ولسمشر محمد اشرف غنې لخوا د ملې دفاع وزارت د تیلو د تړون د ځنډیدو اقدام له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کېبې مخینی دی.

یاد کمیسیون وایي چې داسې اسناد او شواهد شته چې ښیي دا تړون روڼ نه دی.

له بلې خوا د افغانستان د شفافیت بنسټ په دي اند دی چې ځینې پوځې او اقتصادي قدرت لرونکې کسان په دي تړون کې ښکیل دي، نو د فساد شتون هم امکان لري.

له هغه وروسته چي لسمشر محمد اشرف غني د ملې دفاع وزارت د تیلو په تړون کې د ۲۱۵ میلیون ډالرو په ارقامو کې د اختلاف او تفاوت د موجودیت له امله د دې تړون د ځنډیدو امر صادر کړ، د ملې دفاع وزارت تدارکاتي مسوولین وایې؛ د دي‎ې تړون په ارقامو کې هیڅ ډول توپیر نشته او هیڅ ستونزه هم شتون نلري.

یما ترابي له اداري فساد سره د مبارزي د څارنې او ارزونې کډ او خپلواک کمیسیون رییس:

زه فکر کوم چې د افغانستان په تاریخ کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر دا اقدام بې ساری دی، شاید ترټولو ستره قضیه د کابل بانک وې چې په مخ کې یې لرو. له دي پرته چې د ملې دفاع د وزارت په تدارکاتې برخه کې دا اقدام شوي سیګر او سیستې کا چې د ناټو یوه برخه ده هم له دي تړون څخه څارنه کوله او ښکیل بلل کیږي. داسې اسناد اوشواهد شتون لري چې ښیې دا تړون شفاف نه وو.

 

هغه ټینګار کوي چې د ولسمشر د دي اقدام پر وړاندې د ملې دفاع وزارت د تدارکاتې مسوولینو دریځونه هم د قانون خلاف دی.

دا د تعجب خبره ده چې د افغانستان قوانین ملې او پوځې کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې د ولسمشر پر وړاندې دریځ ونیسي او خبرو خلاف یې خبرې وکړي او جرم ګڼل کیږي.”

 

د افغانستان د شفافیت بنسټ وایې احتمال لري چې په دي تړون کې فساد شتون ولري؛ خو ټینګار کوي چې د ملې دفاع وزارت تدارکاتې مسوولین د خپل موقف د ساتلو لپاره په دي تړون کې د فساد شتون ردوې.

اکرم افضلې د افغانستان د شفافیت بنسټ اجرایې رییس:

په ادارو کې کارکونکې د خپل موقف په خاطر ځینې وخت د ولسمشر پر وړاندې هم دریځونه نیسي. دا کومه نوې خبره نه ده؛ خو داقضیه باید د هغه ټیم لپاره وڅیړل شي چې دملي دفاع وزارت تر تاثیر لاندي نه وي. ممکن هغه کسان چې په قدرت کې دي او مارکیټ هم د دوې په لاس کی دی او په سیاست کې هم دښکیل دي لاس ولري که داسي وي، طبیعي خبره ده چې فساد شتون لري.

تردې وړاندې د افغانستان سترې محکمې هم په دي اداري کې د فساد د شتون په اړه د ولسمشر د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او په دي اداره کې د فساد شتون رد کړی وو.

خبریال: حمید صدیقی

Trending

Exit mobile version