تازه خبرونه
د ولسمشر غني واک و ځواک مخ پر کمزوري کېدو دی – نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز د یوه لوړپوړي افغان پوځي چارواکي د څرګندونوله مخې لیکلي، چې که بهرني ځواکونه له سیاسي حل پرته ووځي؛ نو افغانستان به له ژور مشکل سره مخ شي.
دغه لوړپوړي پوځي چارواکي نیویارک ټایمز ته څرګنده کړې؛ که بهرني ځواکونه له سیاسي هوکړې (د افغانانو تر منځ له سیاسي تړون) پرته ووځي، نو مونږ به له جدي ستونزو سره مخ شو.
دغه چارواکي زیاته کړې: مونږ له نظامي پلوه هیڅ هیله نلرو. که طالبان پرمختګ وکړي؛ نو سخته جګړه به وشي.
همدارنګه په کابل کې یوه غربي ډیپلومات نیویارک ټایمز ته ویلي، چې په افغانستان کې نظامي وضعیت مخ پر خرابیدو دی او هره ورځ تروریستي پېښې او وژنې رامنځته کیږي.
دغه ډیپلوماټ نیویارک ټایمز ته د نظامي ځواک د له لاسه ورکولو په اړه ویلي؛ دوی نشي کولی تینګ شي. د حکومت ځاني زیانونه، اعتبار او مشروعیت د ټینګې ندی.
نیویارک ټایمز څرګندوي، چې د ولسمشر غني متحدین کم شوي او د هغه نړیوال همکاران په افغانستان کې د ګړندۍ سولې بهیر لپاره فشار راوړي؛ خو له بلې خوا طالبان په نظامي توګه پیاوړي کیږي.
نیویارک ټایمز د خلکو، شنونکیو او سیاستوالو د څرګندونو له مخې په ډاګه کوي، چې ولسمشر غني پر افغانستان کنټرول نلري او په راتلونکي کې به ولسمشرۍ ته هم ونه دریږي.
نیویارک ټایمز زیاتوي؛ ولسمشر غني د محدودو خلکو پر مشورو او سلاکارانو تکیه کوي او ان د ټلویزیون خبرونه هم نګوري.
ورځپاڼې څرګنده کړې، په افغانستان کې جنګیالي له نظامي پلوه برلاسي دي. د دې هېواد له ۵۰ سلنې ډېر خلک له لوږې سره مخ دي. د افغانستان د پیسو ډېره برخه د بهرنيانو لخوا تمویلیږي او په هېواد کې پراخ فساد هم روان دی.
ورځپاڼه زیاتوي؛ امریکا هڅه کوي، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او دا امکان به ان د افغان ځواکونو د کمیدلو لامل هم شي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، نیویارک ټایمز ته ویلي: غني ناهیلی حالت لري.
هغه زیاته کړې: مونږ کمزوري یو، امنیت کمزوری دی او هرڅه کمزوري کیږي؛ خو طالبان له دې فرصته ګټه پورته کوي.
نیویارک ټایمز زیاته کړې: ډېري افراد او اشخاص پر غني نیوکې کوي، چې طالبانو ته امتیاز نه ورکوي او له دې حالته نور ستړي شوي دي. ان ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنکن لیک دومره سخت و، چې حتا د غني نږدې کسان یې د ځان سپکاوی بولي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي، چې هغه له طالبانو سره د معامله هم په پام کې نیسي.
مقالې په ډاګه کړې، چې اوسنۍ اړتیا د لنډمهاله حکومت رامنځته کول دي، چې له مخې به یې د غني د استعفا غوښتنه کیږي؛ خو ولسمشر غني ویلي، چې هغه به یوازې د ټاکنو له لارې بل چا ته واک لیږدوي.
د مقالې د څرګندونو له مخې: د ولسمشر طرحه او په افغانستان کې د امنیت لپاره د امریکا طرحه ممکن بریالي نشي؛ ځکه، چې داسې هیڅ نښه نشته، چې طالبانو د واک شریکولو او په ټاکنو کې برخه اخیستو ته زړه ښه کړي.
د افغانستان د امنیت شورا سلاکار تېره اوونۍ له امنیتي بنسټونو سره یوې ګدې خبري ناستې ته وویل: تر هغه ځایه، چې مونږ پوهیږو؛ دوی مطلق واک و ځواک غواړي او په دې تمه دي، چې ځان پر زور ته ورسوي.
پر ولسمشر غني یو شمېر نیوکه کوونکیو ویلي، چې اشرف غني د پوځي چارو په ګډون د هر وزارت په کوچنيو چارو کې هم لاسوهنه کوي.
هغه پر ځان مین شوی او داسې انګېري، چې یوازې هغه کولی شي جدي او سمه پرېکړه وکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دا تورونه رد کړي او وایي؛ ولسمشر له څو اوونیو راپدیخوا په امنیتي غونډه کې ګډون ندی کړی.
ورځپاې د قومندان علی پور اړوند افرادو ته په نغوته کې، چې د افغان ځواکونو یوه چورلکه یې رانسکوره کړې حرګندوي؛ په افغانستان کې به ملیشې هڅه وکړي، چې خپل ځانونه تجهیز کړي.
