1393ټاكنې

د ولسمشر له ټاکل شوي ضرب الاجل وړاندې به وروستۍ پایلې په ډاگه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون هیله من شوی، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د ولسمشر حامد کرزي له ټاکل شويلس ورځني ضرب الاجل وړاندې به وروستۍ پایلې په ډاگه شي.

فواد ناصری گزارش راکوي، چې ټاکنیزو شکایاتو ته د لاسرسي کمیسیون د ولسمشرۍ د نوماندانو د شکایتونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې پیل کړي دي. دغه کمیسیون نوماندانو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی، چې درایو د ابطال له پیلیدو سره سم دې خپل شکایاتونه دې کمیسیون ته وروسپاري.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویاند نادر محسني وایي، د ولسمشرۍ د نوماندانو شکایتونه باید مستند وی؛ خو دا کمیسیون د روڼ بهیر له ترسره کیدو سره سم کولی شي، چې وروستۍ پرېکړه پرته له شکایتونو هم په ډاگه کړي.

ولسمشر حامد کرزی، چې په ښکاره له واکمنۍ ستړی ښکاري؛ تر نهه ورځو نورو د ټاکنیز بهیر په پای ته رسولو ټینگارکوي او وایي، چې ټاکل شوی وخت به ورته نور ونه غزول شي.

Trending

Exit mobile version