سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرګې غړي د اداري اصلاحاتو د كميسيون د لغوه کېدو غوښتنه کوي
په افغانستان كې د نا امنيو تر څنګ اداري فساد بله هغه ستونزه ده، چې په ټولنه يې بدې اغېزې پريوتې دي. په داسې حال كې، چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كميسيون را منځته شوى خو د ولسي جرګې غړي وايي، چې په دغه اداره كې فساد لوړې كچې ته رسېدلى.
د ولسي جرګې غړي عبدالحفيظ منصور او داوود كلكاني د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كميسيون د لغوه كېدو غوښتنه كوي.
د ولسي جرګې ځيني غړي بيا په دې اند دي، چې د اداري اصلاحاتو د كميسيون له ملغا كولو مخكې بايد يوه بله بديله اداره رامنځ ته شي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وويل:
دغه مسئله به په جرګه كې د يوه ځانګړي كميسيون لخوا وارزول شي.
د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د ملكي خدمتونو د تعيناتو د بورد رئيس محمد نادر هوتك وايي:
د ولسي جرګې يو شمېر غړي په داسې حال كې د اداري اصلاحاتو د كميسيون د لغوه كولو غوښتنه كړې، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو دغه كميسيون ته د يو شمېر كسانو د مقررۍ په اړوند سپارښتنې كړي، خو دغه كميسيون ورته پام نه دى كړى.
د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كميسيون اته كاله مخكې د افغان ولسمشر حامد كرزي د فرمان له مخې را منځته شو.