سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرګې غړي: د الكترونيكي تذكرو په تصويب شوي قانون كې لاسوهنه شوې
د ولسي جرګې يو شمېر غړي د دغې جرګې په اداري پلاوي تورلګوي، چې د الكترونيكي تذكرو په تصويب شوي قانون كې يې لاسوهنه كړې او په خپل سر يې د افغان كلمه ترې ايستلي ده.
د الكترونيكي تذكرو د جوړښت د څرنګوالي ستونزه تر اوسه هم لا نه ده حل شوې. كه څه هم دا قانون يو ځل د ولسي جرګې له خوا تصويب شو، خو اوس د ولسي جرګې يو شمېر غړي په اداري پلاوي تور لګوي، چې د ولسي جرګې د تصويب خلاف يې د نفوسو د احوالو د ثبت په قانون كې بدلون راوستى او مشرانو جرګې ته يې په لېږلې مصوبه كې د افغان كلمه له دغه قانون څخه، چې ولسي جرګې تصويب كړى ايستلې ده.
د ولسي جرګې غړى كمال ناصر اصولي وايي، ولسي جرګې په تذكرو كې د نوم تر څنګ د تخلص، دين او افغان كلمه تصويب كړي وو، خو د ولسي جرګي غړى فرهاد عظيمي بيا وايي، چي د افغان كلمه يي نده تصويب كړې.
خو دولسي جرګي رئيس عبدلرووف ابراهيمي او د ولسي جرګې دويم نايب صالح محمد سلجوقي دغه تورونه ردوى او وايي، چي د كورني امنيت د كميسيون د مكتوب پر اساس يي مشرانو جرګې ته دا قانون لېږلى، چي په هغه كي د افغان كلمه نه وه تصويب شوې.
د ولسي جرګې غونډې يو څلور كسيږ پلاوي ته دنده وسپارله، چي ارشيف ته مراجعه وكړي او د ولسي جرګې لخوا د تصويب شوي قانون د ورځې غونډه دې وګوري ترڅو د هغه له مخې دا ستونزه هواره شي.
مشرانو جرګې د ولسي جرګې په تصويب شوې قانون كې په بدلون راوستلو سره د الكترونيكي تذكرو جوړښت له تخلص، دين او افغان كلمو پرته تصويب كړې.
په همدې وخت كې د شنبه په ورځ ( د ليندۍ ۹ ) په كابل كې ګڼ شمېر خلكو له تذكرو څخه د دين او افغان کلمو په ايستلو د اعتراض په توګه لاريون وكړ.
دوى له ملي شورا وغوښتل، چې په الكترونكي تذكرو كې دې دين او افغان كلمې ورزياتې كړي.
