Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرګې يو شمېر غړي بايد استجواب شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د مشرانو جرګې ځينو غړو د سه شنبې په ورځ ( د وري ۲۰ ) په عمومي ناسته كې وويل، د ولسي جرګې هغه استازي بايد وضاحت وركړي، چې وايې، په ولسي جرګه كې ځينې معاملې كېږي.

تېره اوونۍ ولسي جرګې د كابينې اووه وزيران د خپلو پراختيايي بوديجو د ۵۰ په سلو كې له كمې برخې څخه د لګولو په دليل استيضاح كړل.

كه څه هم د ځينو وزيرانو څرګندونو د ولسي جرګې د استازو قناعت حاصل نه كړ، خو ټولو يې له دې جرګې څخه د باور رايې واخيستې.

همدا مسئله د دې لامل شوه، چې د ولسي جرګې ځينې غړي د دغو وزيرانو په استيضاح كې د ځينو معاملو ادعاوې وكړي، یو شمېر استازو خو آن د ولسي جرګې د لغوه كېدو غوښتنه كوله.

په همدې حال كې د مشرانو جرګې ځينو غړو دې مسئلې ته په غبرګون كې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د استجواب غوښتنه وكړه.

دغو سناتورانو له ولسمشر وغوښتل، چې د دې لانجې د غوڅولو لپاره مداخله وكړي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

نریندرا مودي د هند په ټاکنیزو سیالیو کې له ډېر لږ اکثریت برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز د راپور له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د خپل درېیم تاریخي پېر لپاره وټاکل شو؛ خو د یوه داسې سیاسي مشر لپاره، چې د هېواد پر سیاست یې د لس کلن واک ګوندي رېښې ځغلېدلي د لږ اکثریت ګټل یوه بې‌ساري ټاکنیزه ناکامي هم ده.

د مودي واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند په تېره یوه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ او پر خپلو سیمه‌ییزو متحدینو تکیه کولو ته اړ شو.

د مودي لپاره، چې د نړۍ د مشرانو تر منځ یې ترټولو د لېوالتیا درجه لوړه وه او پر جمهوري بڼه یې ټاکنیز کمپاین اداره کړ؛ دا ډول پایله د سیاسي بدلون لومړۍ ښکارندویي کوي.

یو ارواپوه او د بی جي پی د یوې کوچنۍ سیاسي ډلې بنسټ ایښودونکی یوګنډرا یاډاو ویلي: د BJP د اکثریت له راکښته کېدا سره؛ دا بدلون ( د مودي لپاره ) یو شخصي ګوزار هم دی.

په تېرو ۱۰ کلونو کې مودي د واکمن اتحاد برلاسی مشر و؛ خو اوس یې مخالفان په اړه اندېښنې لري، چې هېواد یې استبدادي لوري ته راکاږلی دی.

که څه هم مودي هره ورځ د ټلویزیون په سکرینونو کې د هند له ۹۶۸ میلیون رای ورکوونکیو څخه د رای غوښتنه کړې؛ خو اوس یې مخالفانو د بدلون راوستلو غږ پورته کړې دی.

د لکنو پوهنتون د سیاسي علومو د څانګې پخوانی رییس سورنډرا کومار ډوویډي ویلي؛ نن له مودي سره زما یوازنۍ مسله دا ده، چې هغه له خپل ګوند څخه لوی شوی دی. یعنې په ډیموکراتیک سیسټم کې یو فرد ګوند ځای نیولی دی.

نریندرا مودي له لومړي وزیر جواهر لعل وروسته دوه‌یم مشر دی، چې درېیم پېر ګټي او په راتلونکیو پېنځه کلونو کې یې د بدلون راوستلو ژمنه کړې ده.

د هغه پر ​​مشرۍ هند د نړۍ ترټولو د ګړندۍ وده کوونکي لوی اقتصاد لرونکی شو او دا ډاډ څرګندوي، چې غواړي په راتلونکیو درې کلونو کې له امریکا او چین وروسته په هند کې د نړۍ درېیم لوی اقتصاد رامنځته کړي.

مودي په یوه وروستۍ غونډه کې ویلي: څه، چې مونږ په تېرو ۱۰ کلونو کې کړي دي یوازې یو پیل دی؛ مونږ نور ډېر څه لرو. مودي هېواد د نړۍ یوې بلې کچې ته رسوي.

دغه راز ۷۳ کلن مودي د بې جي پي د اپوزیسیون د ګمانونو د ردولو تر څنګ ویلي؛ هغه غواړي د هند لپاره داسې زمینه برابره کړي، چې د د خپلواکۍ تر ۱۰۰ للنۍ پورې په بشپړ ډول پرمختللی هېواد شي.

په دې اړه د سینګاپور په ملي پوهنتون کې د سیاسي علومو د څانګې مرستیال بیلویر سینګهـ ویلي: مودي اوس د لومړي وزیرۍ له میراث برخمن شوی؛ هند به له سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او ان نظامي پلوه پرمخ وړي.

د مودي د څرګندونو له مخې: ښه مفکوره به دا وي، چې دا هېواد یو پیاوړی سیمه‌ییز ځواک شي او له چین سره موازي وده ولري؛ خو د ځینو ادعاوو له مخې د لویدیځ ګټو ته نه! بلکې په نړیوال سیاست کې د هند ګټې، ځواک او ځای  پیاوړی او خوندي کوي.

د مودي د واکمن ائتلاف لپاره کم شوی واک د هند په سیکولر اساسي قانون کې د بدلون شونتیا، چې مخالفو ډلو یې په اړه خبرداری ورکړی و؛ له منځه وړي. دا کړنه د پارلمان د دوه پر درېیمې برخې غړیو ملاتړ ته اړتیا لري.

د رویټرز د راپور له مخې: په وروستیو کلونو کې داسې اندېښنې زیاتې شوي، چې بې جي پی هندو ملتپاله اجنډا هېواد دوه قطبي کړی؛ پخپله مودي دا حالت رامنځته او د اصلي اپوزیسیون کانګره یې د مسلمانانو لپاره د رایو پر تر لاسه کولو تورنه کړې، چې اوس د مدني قوانیو په جوړښت کې باید په دې اړه بحثونه وشي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

احمدي نژاد د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

احمدي نژاد له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د ایران ولسمشر و.

هغه د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې شورای نګهبان له سیالۍ کولو منع کړی و.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې به د جون پر اتویشتمه ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د شنبې پر ورځ (د زمري اتمه) د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز څانګې مشرۍ ته یو ځل بیا غوره شو.

هغه وروستی ځل په ۲۰۱۷ کې د ګوند مشري وکړه؛ خو د فساد پر تور له تورنېدو وروسته استعفا ته اړ شو.

مسلم ليګ ن د روان کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه په ملي ټولټاکنو کې واک ته ورسېد. د نواز شریف ورور شهباز شریف اوس د پاکستان د ائتلافي حکومت مشر دی او پخپله د پارلمان غړی دی.

نواز شریف په ۲۰۱۷ ز. کال کې د لومړي وزیر په توګه له دندې هغه وخت ګوښه شو، چې سترې محکمې هغه د مالي دارایۍ د پټولو له کبله له هر ډول دولتي کار څخه منع اعلان کړ؛ خو شریف دا تور ردوي.

په ۲۰۲۳ کې د محکومیت او د بند سزا له لغو کېدو سره؛ نواز شریف ته اجازه ورکړ شوه، چې یو ځل بیا حکومتي یا ګوندي چوکیو کې کار وکړي.

شریف د روان کال په اوکټوبر کې د لندن له ځاني تبعید وروسته پاکستان ته راستون شو. نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د درملنې لپاره لندن ته تللی و.

عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې په پارلمان کې د نه باور د رایې له کبله له واکه لرې شو او د بند موده تېروي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!