تازه خبرونه
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده په کابل کې ووژل شوه
(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۱)
د کابل امنیتي چارواکو تائید کړې، چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده په کابل کې وژل شوې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نبي زاده او یو ساتونکی یې د کابل ښار د دولسمې ناحیې په خپل کور کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
د ځدراڼ د څرګندونو له مخې، په دې بريد کې د نبي زاده ورور ټپي شوى دى.
نوموړي د دغه بريد د انګيزې په اړه څه ندي ويلي؛ خو زياتوي، چې امنيتي ځواکونو پدې اړه څېړنې پیل کړې دي.
تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.