سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې اته نويو وكيلانو د لوړې مراسم تر سره كړل
دغه نوي وكيلان په داسي حال كې د ولسي جرگې د ريس لخوا جرگې ته وروپېژندل شول او د لوړې مراسم يې پر ځاى كړل، چې د ولسي جرگې نصاب هم بشپړ نه و او ولسي جرگه له كړكېچن حالت سره مخ وه.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل:
كه څه هم د ټاكنو كميسيون پرېكړه دوى ته د منلو وړده، خو په ولسي جرگه كې رامنځته شوى حالت او د امنيتي ځواكونو كړنې د هېواد په گټه نه دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون لخوا د ولسي جرگي د نهه برياليو پېژندل شويو وكيلانو له ډلې اته تنه د شنبي په ورځ د ولسي جرگي د ريس لخوا جرگې ته وروپېژندل شول
ولسي جرگې ته نوي ورپېژندل شوي وكيل محمود سليمان خېل د لوړې د لوړې له مراسمو ورسته وويل، چې:
حق حق دار ته ورسيد او مونږ به د خلكو په گټه خپلي چارې تر سره كوو.
د ولسي جرگې بل غړى عبدالرحيم ايوبي وايي:
كه څه هم، چي د ټاكنو د ځانگړې محكمې پرېكړه په سمه توگه پلې نشوه، خو بيا هم قانون تريو بريده پلى شو او بريالي وكيلان معرفي شول.
په داسې حال کې، چې ولسي جرگې ته د نویو وکیلانو د ننوتلو پرمهال د يادې جرگې د ودانۍ شاوخوا سلگونه امنیتي سرتېري ځای پرځای شوي وه او دغه جرگه يې كلابند كړې وه، د ولسي جرگې رییس د امنيتي ځواكونو له خوا د ولسې جرگې وداني كلابند كول او په ياده سيمه كې په گڼشمېر امنيتي ځواكونه ځاى پر ځاى كول د هېواد په گټه ونه بلل او دا يې د شورا حيثيت ته سپكاوي وباله.
له ولسي جرگې ایستل شويو وکیلانو او د هغوی ملاتړو د نویو وکیلانو د ننوتو پر وړاندې سخت مخالفت وښود، خو امنيتي سرتېرو ولسي جرگې ته د هغوی د ننوتلو مخه ډب کړه.
له قانون څخه د ملاټړ ائتلاف مشر عبدالظاهر قدیر وويل:
دا د ولسي جرگې د عزت خبره ده، هېچا ته به اجازه ورنکړو، چې قانون ترپښو لاندې کړي.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف رهبر وويل، چې:
د وى پخپل دريځ ولاړدي او خپله ورستۍ پرېكړه به ژر څرگنده كړي .