تازه خبرونه

د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو د ټاکنو نېټه به د دوشنبې په ورځ په ډاگه شي-نورستانی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ولسي جرگې ته ویلي؛د ټاکنو له پاره چمتووالي لرو او د تېرو ټاکنو ستونزو ته په پام د کورنيو او نړیوالو بنستونو په سلا مشورو یو لړ اصلاحات راغلي، چېد دوشنبي په ورځ به د ټاکنو نېټه اعلام شي.

 

د ټاکنو خپلواک کمسیون رییسیوسف نورستاني وایي، مونږ به د دوشنبي په ورځ،چې د مرغومي۲۸ده د ټاکنو دترسره کیدو نېټه اعلام کړو.

 

نوموړی زیاتوي؛ پخوا یې هم ټاکنو ته چمتووالی درلود،خو د سیاسي ستونزو له کبله دغه ملي بهیر قرباني او ټاکنې یو کال وځنډیدې.

 

ده په ډاگه کړه،چې اوس حکومت موافق دی،چې ټاکنې تر سره شي.

 

په ولسي جرگه کي د هرات استازی احمد بهزاد وایي، حکومت د ټاکنو د ترسره کولو غوَتونکی دی، خلک او ملي شورا هم د دې غوښتنه لري؛ځکه يي د ټاکنیزو قوانینو د اصلاحاتو او غوراوي کمیټي په اړه د ولسمشر تقنیني فرمانونه رد کړل.

 

د ولسي جرگې ځینې غړي بیا وایی، چې حکومت د ټاکنو د تر سره کیدو اراده نه لري.

 

چه ولسی جرگه کې دفاریاب استازی نقیب الله فایق وایي،د ټاکنو د ترسره کیدو له پاره اراده نشته؛د پردېتر شاه نوري خبری دي،ځکه که حکومت تصمیم درلود،نو د ټاکنو داصلاتو له پار به د تقنینی فرمان پهځاي یې باید یوه طرحه ولسي جرگې ته لیږلي وای.

 

دوه لید لوري دي؛یو قانونياو بل مصلحتي.که قانونيشي،مونږ قانون تصویب کړیاو کمیسیون مو موظف کړي که مصلحتی وي،نو دواړه مشران دېتصمیم ونیسي،د قانون نوم دې نه پرې تپي.

 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا د ټاکنو ترسره کیدل په مالي امکاناتو او امنیتی تدابیرو مشروط بولي.

 

دټاکنو خپلواک کمیسیون په داسي حال کې د پارلمانی ټاکنو نېټه اعلاموي،چې لهدېوړاندې کمیسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې د تقلب او تخلف له کبله له نیوکو سره مخ و.

 

خبریال: عبدالعزیز کریمي.

 

Trending

Exit mobile version