سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرگې غړيو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پرمخنيوي ټينگاروكړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې غړي وايي:

ملي شورا او په ځانگړي توگه ولسي جرگه او حكومت بايد د ښځو له دې ستونزې څخه د وتلو په اړه گډې هڅې وكړي.

له بلې خوا د ولسي جرگې غړى غلام حسين ناصر او د ولسي جرگې لومړى مرستيال عبدالظاهر قدير د محرم په لسمه په كابل پوهنتون كې د محصلينو ترمنځ په شخړه كې بهرني لاسونه ښكېل گڼي.

د ولسي جرگې غړي بشيراحمد تينج او شكريه باركزۍ په افغانستان كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتوالي انديښنه ښيي او وايي دغه ستونزه بايد حل شي.

په كابل كې د اروپايي ټولنې دفتر هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پر موجوديت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د حكومت او نړيوالو بنسټونو له زياتو هڅو سره سره تر اوسه هم افغانان له تاوتريخوالي ځوريږي.

Trending

Exit mobile version