سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرگې غړيو په پاكستان نيوكه وكړه
د ولسي جرگې غړيو يو ځل بيا د افغانستان په چارو كې د پاكستان په مداخله سخته نيوكه وكړه.
د ديورند په كرښه د امنيتي پوستو او د گوشتې په ولسوالۍ كې د دروازې جوړل او له ديورند كرښې څخه افغانستان ته د ترهگرو راوښتل هغه څه دي، چې د ولسي جرگې غړي پرې اندېښنه ښيي.
د افغانستان په خاوره كې د پاكستان څرگندې لاسوهنې او د ننگرهار په گوشته ولسوالۍ كې د ديورند كرښې په اوږدو كې د پاكستانيو پوځيانو لخوا د دروازې جوړول په افغانستان كې له تندو نيوكو سره مخ شوي دي.
د ولسي جرگې غړى لالى حميدزى وايي:
د افغانستان د خلكو د صبر كاسه ډكه شوې ده.
د ولسي جرگې غړې وږمه ساپۍ د پاكستان د لاسوهنې د مخنيوي غوښتنه كوي.
دا څرگندونې په داسې حال كې كيږي، چې د ننگرهارملي امنيت مسوولين د پاكستانيو ځواكونو لخوا د دروازې له ليرې كولو خبر وركوي.
دا كار له هغې وروسته شوى، چې د افغانستان دفاع وزارت د يكشنبې په ورځ خبردارى وركړ، چې كه پاكستان د دغې دروازې په ليرې كولو كې اقدام ونه كړي؛ نو په دې اړه به هيڅ راز هڅې ونه سپموي .