سیمه ییز خبرونه
د ولسي پوليسو د غښتلي كولو مو خه د ولس او پوليسو ترمنځ د اعتماد فضا را منځ ته كول دي
د كورنيو چارو وزارت وايي، چي د پوليسو د ولسي كولو لپاره يي خپلې هڅې ګړندى كړې تر څو د هېواد ټول پوليس په نړيوالو معيارونو برابرشي. د كورنيو چارو وزارت سرپرست وايي، د ولسي پوليسو د غښتلي كولو څخه يي مو خه د ولس او پوليسو ترمنځ دا عتماد فضا را منځ ته كول دي.
د كورنيو چارو وزارت سرپرست غلام مجتبي پتنګ وايي:
د كورنيو چارو وزارت په دې وروستيو كي د ولسي پوليسو په نامه پروګرام رامنځ ته كړي.
د دغه پروګرام له مخي به د ملي پوليسو يو ه برخه ولسي شي او له نظامي حالت څخه به ووځي د كورنيو چارو وزير همدارنګه زیاتوي، له دې كار څخه يي موخه دا ده، چي تر څو هغه واټن، چي د پوليسو او ولس ترمنځ راغلى لږ او د خلكو او پوليسو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي، چي د م ګړي د پوليسو دولسي كو لو لړي د كابل په شمول د هېواد په اووه ولايتونو كي روانه ده.
په همدې حال كي په افغانستان كي د اروپايي اتحاديي د پوليسو رئيس د دغه پوليسو سره د ۹۰۰ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د يو شمېرعصري موټرو مرسته وكړه ترڅو دغه پوليس ورڅخه پخپلو چاروكي كار واخلي.
په كابل كي د اروپايي اتحاديي د پوليسو رئيس كارل اكاروګي وایی:
په افغانستان كي د پوليسو ولسي كولو ته زياته اړتيا ده او مونږه هم د كورنيو چارو وزارت له پروګرامونو څخه ملاتړ كړی او د دغه پروګرام د غښتلتيا په برخه كي ورسره مرسته كوو.
چارواكي وايي، دا موټر به د هېواد هغو ولايتونو پوليسو ته وركړل شي، چي هلته د پوليسو د ولسي كولو لړۍ روانه ده.
د ياد وني وړده، چي د كورنيو چارو په وزارت كي د ولسي پوليسو لپاره كوم ځا نكړى تشكيل نشته، خو هڅه كېږي، چې پوليس له جګړې را وباسي او ولسي پوليس ترې جوړ كړي.