تازه خبرونه

د وږي نهمه له افغانستان څخه د بهرني وروستي سرتېري د وتلو له ورځ سره برابره ده

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: “د سنبلې نهمه د بریا څلی او د افغان ملت د کلونو سرښندنې او قربانۍ پایله ده.”

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د سنبلې نهمه یا د اګست یودېرشمه، چې له هېواد څخه د وروستي امریکایي سرتېري له وتلو سره برابره ده؛ د افغانستان د تاریخ یوه ویاړلې او ارزښتمنه ورځ بولي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: “د سنبلې نهمه د بریا څلی او د افغان ملت د کلونو سرښندنې او قربانۍ پایله ده.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې: دا ورځ راتلونکو نسلونو ته ښکاره او روښانه پیغام لري؛ هرکله، چې افغانان متحد شوي د هر اشغالګر برخلیک له ماتې سره پای ته رسېدلی دی.

فطرت دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان خلک د آزادۍ لپاره له خپل سر او مال هم تېر دي.

هغه وایي: ” د افغانستان ملت یو ځل بیا ثابته کړه، چې دا خاوره نه ماتېدونکي ده او زمونږ خلک د خپلې خاورې د دفاع لپاره خپل ژوند او مال قرباني کوي.”

د سنبلې نهمه، چې د اګست له یودېرشمې سره برابره ده؛ هغه ورځ ده، چې په ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال / ۲۰۲۱ میلادي کال کې د امریکا پر مشرۍ د بهرنيو ځواکونو وروستی امریکایي سرتېری له افغانستان څخه ووت او ورسره ۲۰ کلنه پوځيۍ جګړه پای ته ورسېده.

Trending

Exit mobile version