سیمه ییز خبرونه
د وکیلانو د خوندي ساتلو د قانون د طرحې تصویب د ملی شورا اعتبار تر پوښتنی لاندې راولي
د ولسې جرګې یو شمېرغړي پر ولسې جرګي د نیوکې په تر څ کې وایی، چې د وکیلانو د خوندي ساتلو او امتیازاتو د قانون د طرحې تصویب د ملی شورا اعتبار او غزت تر پوښتنی لاندی راولی او په اوسنیو شرایطو کی د خلکو پر وړاندی جفا بولی.
کله چې ولسي جرګې د وکیلانو د خوندیتوب قانون او ملي شورا د غړو د حقونو د قانون طرحه تصویب کړه.
د دغه قانون په طرحه کې د کاري دورې له پای ته رسېدو وروسته د ولسي جرګې د غړو د امنیت او د هغوی د امتیازاتو د خوندي کېدو لپاره نوې مادې زیاتې شوي دي، چی د وکیلانو د دندې له پای ته رسېدو وروسته ۲۵ سلنه تنخواه (معاش ) دوه ساتوونکي، سیاسي پاسپورت او کورنۍ ته یې د خدمت پاسپورتونه ورکول کېږي، په ټولو رسمي مراسمو کې یې هرکلی کېږي او کولای شي، چې د یوه ملي شخصیت په توګه په کې ګډون وکړي.
د ولسی جرګی غړي غلام فاروق مجروح او ناهید فرید وکیلانو ته د امتیاز ورکول سره مخالفت ښه یی او وایی، چي د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو نباید، چی داسی امتیاز په پام کی ونیول شي دوی له ولسمشر څخه غواړي چی که یاد قانون د مشرانو جرګی لخوا تصویب هم شی باید توشېح نشي.
خو د ولسی جرګی یو شمېر نور غړي لکه حبیبه دانش او ذکریا بیا د دی قانون تصویب ستایی او وایی، چی دا امتیاز یو اړتیا ده د وکیلانو لپاره.
د وکیلانو د خوندیتوب قانون او ملي شورا د غړو د حقونو د قانون طرحه دولسی جرګی د شنبی ورځی په عمومی غونډه کی په څلور فصلونو او شلو مادو تصویب شوه.