تازه خبرونه

د وینې سرطان ناروغي مشخصه درملنه نلري، خو د وقایې وړ ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لوکیمیا ناروغي يا د وينې سرطان افغانستان كې زرګونه ماشومان ګواښي. د عامې روغتيا وزارت مسئولينو د دې ناروغي د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه كې وويل، د دې ناروغي مشخصه درملنه نشته خو د وقايي وړ ده.
تر اوسه رسمي شمېرې نشته، چې د لوکیمیا پر ناروغۍ به څومره كسان اخته وي، خو د عامې روغتيا وزارت مسئولين وايي:
پر دې ناروغي د اخته كسانو شمېر له درې زرو اوړي.
یوه نجلۍ، چې نګينه نومیږي په دې ناروغۍ اخته ده، د نوموړې لپاره، چې ژوندۍ پاتې شي، بايد هره مياشت ورته درې سوه سي سي وينه وركړل شي. دې كار د دې نجلۍ پلار احمد نور حالت، چې له اقتصادي ننګونو سره مخامخ دى، زيات ستونزمن كړى.
په افغانستان كې زياتې نورې كورنۍ هم له دې ستونزې سره مخامخ دي، خو د عامې روغتيا وزارت د غېر ساري ناروغيو د كنټرول د څانګې مسئول فهيم پېغام وايي، د وينو له وركړې پرته پر لوکیمیا ناروغۍ اخته ماشومانو ته نور كار نه دى شوى.
د دولت تر څنګ د مینا خېریه بنسټ هم په افغانستان كې د دې ناروغي د پېژندنې لپاره هڅې كړې دي.
لوکیمیا هغه ناروغي ده، چې په بېلابېلو عواملو د ناروغ د وينې سره كريوات كمېږي، او د دې لپاره، چې ناروغ ژوندى پاتې شي، ورته د وينې د وركړې تجويز كېږي.

Trending

Exit mobile version