سیمه ییز خبرونه
د يونان په اوبو كې د غرق شويو افغانانو مړي هېواد ته راليږدول كيږي
د افغانستان د مهاجرينو چارو چارواكي وايي:
د يونان په اوبو كې د غرق شويو شل افغانانو مړي به د دوه اوونيو په دننه كې هېواد ته راوليږدول شي.
د افغانستان د مهاجرينو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرآت وايي:
د دغو مړيو د ليږد هوكړه مو له يو بهرني شركت سره كړې، چې د عيسوي كال له نمانځلو وروسته به ترسره شي.
د نوموړي په وينا:
دغو كسانو د ۲۰۱۲ م كال د دسمبر په ۱۳ نېټه غوښتل، چې د تركيې له لارې ځانونه يونان ته ورسوي. د غرق شويو افغانانو په دې پېښه كې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شته ، چې يونان ته يې د رسيدو هيله درلوده.
چارواكي وايي، چې دوه تنه افغانان له دې پېښې روغ رمټ هم وتلي دي.
د مهاجرينو چارو چارواكي وايي:
په ۲۰۱۲م كال كې له ۵۰ زرو افغانانو څخه ۳۰ زرو اروپايي هېوادونو او ۲۰ زرو نورو استراليا او امريكا ته د تگ غوښتنليكونه وړاندې كړي دي.
ويل كيږي، چې د منځنۍ كچې لرونكې يو شمېر كورنۍ د ۲۰۱۴م كال د ناډاډمنو څرگندونو تر اغېز لاندې اروپايي هېوادونو ته د تگ هڅې پيل كړي، خو د خپلې خوښې هېواد ته د هر سړي پر تگ څه نا څه ۲۵ زره امريكايي دالر لگيږي.
دغه وزارت په ډاگه كوي، چې:
د مخدره توكو له قاچاق وروسته قاچاقگرو ته د انسان د قاچاق له لارې ډېرې پيسې تر لاسه كيږي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي له خلكو غوښتي ، چې بهرنيو هېوادونو ته د تگ په هيله خپل بچيان نور قاچاقگرو ته ونه سپاري.
د جانان موسى زي په وينا:
دغه سفرونه تل له خطر سره مل وي او د كورنيو د نه پاملرنې له مخې موږ د ورته ډېرو پېښو شاهدان يو.
دا لومړى ځل نه دى ، چې په نړيوالو اوبو كې مو هېوادوال غرقيږي. له دې مخكې هم ورته پېښې رامنځته شوي، چې د مهاجرت په هيله مو هېوادوالو په كې خپل خوږ ژوند له لاسه وركړى دى.