1393ټاكنې
د ټاكنو تحريم هيڅ ديني توجيه نه لري- د بغلان علما
د بغلان ولايت ديني عالمان په ټاكنو كې د خلكو گډون ډېر مهم گڼي او وايي د ټاكنو تحريم هيڅ ديني توجيه نه لري.
په بغلان كې د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو د بهير په اړه د عامه پوهاوي پروگرامونه د دغه ولايت له ديني عالمانو او قومي مخورو سره شريك كړي دي.
هغه عالمان، چې په دې سمينار كې يې گډون كړى ټاكنې يو اسلامي اصل گڼي او وايي د خلكو گډون په كې اړين دى.
د دوى په وينا په دغه ملي بهير كې به د خلكو گډون هېواد له بدبختۍ وژغوري.
په بغلان كې ديني علماء وايي، چې خلك په ټاكنو كې گډون ونه كړي د افغانستان برخليك به څو لسيزې مخكې ته وروگرځي.
په بغلان كې د ټاكنو خپلواك كمسيون رييس امان الله حبيبي له عالمانو او مخورو غواړي، چې د ټاكنو د ارزښت او اهميت په اړه خلكو ته معلومات وركړي؛ ځكه، چې رول يې اغېزمن دى.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشرۍ او ولايتي ټاكنو ته شل نورې ورځې پاتې دي او دا ملي بهير به د وري تر ۱۶ غزيږي.