سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو خپلواك كميسيون د رييس ټاكنه وځنډول شوه
ولسمشر حامد كرزي په ارگ كې د سه شنبې په ورځ(د وري۲۰) يوه مشورتي ناسته را بللې وه، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د نوي رييس پر ټاكلو سلا مشوره وكړي.
په دې ناسته كې جهادي مشرانو، د سياسي گوندونو او مدني ټولنو استازيو برخه درلوده.
بلخوا د سياسي گوندونو د همكارۍ شورا، چې له شل گوندونو جوړه ده، دا ناسته تحريم كړه.
د ولسمشر د وياند مرستيال فايق واحدي وايي:
ټاكل شوې وه په دې ناسته كې د تاكنو خپلواك كميسيون د نوي رييس پر ټاكلو سلا مشورې وشي، خو پرېكړه وشوه، چې په ملي شورا كې د ټاكنو د قانون تر تصويب پورې دې د تاكنو خپلواك كميسيون د نوي رييس ټاكنه وځنډول شي.
د افغانستان د حق او عدالت گوند غړى عباس نويان وايي:
د افغانستان د گوندونو د همكاري شورا د ولسمشرۍ رياست دا مشورتي ناسته د يو شمېر ژمنو د نه تر سره كولو په لامل تحريم كړه.
دا په داسې حال كې ده، چې په كابل كې د ملگرو ملتونو سياسي څانگې د همدې مياشتې په لومړيو كې له حكومت غوښتي ول، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د نوي رييس په ټاكلو كې دقت وكړي.