1393ټاكنې

د ټاكنو خپلواك كميسيون د شكمنو محلونو د رايو بيا شمېرنه پېل كړې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون د هغو محلونو د رايو شمېر پيل كړي، چې ښايي درغلۍ پكې شوي وي. د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې د شكمنو محلونو د رايې شمېر په ۲۲ ولايتونو كې پېل شوي، چې په نږدې راتلونكې کې به دغه بهير ۳۱ ولايتونو ته وغزول شي.

په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ ټاكنو لومړنۍ پايلې به د غويي په څلورمه اعلان شي، د ټاكنو خپلواك كميسيون د شكمنو محلونو د رايو بيا شمېرنه پېل كړې ده.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي، ټول پنځه سوه محلونه مشخص شوي، چې د تقلب او درغليو احتمال پكې ليدل كېږي.

په همدې وخت كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه غوښتي، چې د ۵۰۰ نورو شكمنو محلونو رايې هم له سره وشمېرې.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور همدارنګه وايي، د لومړنيو پايلو تر اعلان مخكې به شكمنې رايې بېلې كړې او په پايلو كې به كومه اغېز ونلري.

د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين وايي، له ټولو ولايتونو څخه د رايو د نتايجو پاڼې مركز ته را رسېدلي او له مهال وېش سره سم به لومړنۍ پايلې اعلان كړي.

Trending

Exit mobile version