سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسي جرگې له ۹ غړيو د اعتماد رايه واخيسته

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دا پرېكړه له هغې وروسته د ټاكنو خپلواك كميسيون له خوا شوې، چې ولسمشر دغه بنسټ ته د ټاكنيزو ستونزو د حلولو صلاحيت وركړ.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ريس فضل احمد معنيوي وايي:

كه څه هم، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون زړه نا زړه دغې  موضوع ته  را گډ شوى، خو د دوى د نهو برياليو نوماندانو د برياوو په باب پوره دلايل په واك كې  لري .

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې:

د ولسمشر حامد كرزي د حكم له رسېدو سره سم  يې يوه كميټه جوړه كړه، چې د دوه شپيتو معترضو كانديدانو اسناد او مدارك يې  وڅېړل. په دې كې نهه كسان ولسي جرگې ته د تلو مستحق وبلل شول.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رييس فضل احمد معنوي په وينا:

دغه نهه كسان د ولسي جرگې د ټاكنو په لومړنيو پايلو كې هم بريالي اعلان شوي وو.

ښاغلي معنوي د هغو كسانو نومونه، چې ولسي جرگې ته ورځي او د هغو غړيو نومونه، چې د باور رايه ترې اخيستل شوې داسې اعلان كړل:

محمود خان سليمانخېل له پكتيكا څخه د حاجى عبدالقدير په ځاى، څارنوال عبدالروف له  بدخشان څخه دعبدالولى نيازى په ځاى، حاجى عاشوق الله له بغلان څخه د محمد ظاهرغنى زاده په ځاى، احمد خان سمنگانى له سمنگان څخه د محمد طاهر زهير په ځاى، گل محمد پهلوان له فارياب څخه د محمد شاكركارگر په ځاى، نثار احمد غوريانى د محمد رفيق شهير په ځاى او همدارنگه رحيمه جامى د سمين باركزى پر ځاى له هرات څخه، معلم مير ولي له  هلمند څخه د مسعود خان نورزي پر ځاى او حميدالله توخى له زابل څخه د عبدالحبيب انډيوال په ځاى ولسي جرگې ته ور دننه شي.

د ښاغلي معنوي په وينا:

كه څه هم د ټاكنو د وروستيو پايلو له اعلان وروسته، چې اته مياشتې تېرې شوې، د وخت له پلوه بدلون سم نه و، خو دا، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون قانوني واك لري او د افغان ولسمشر حامد كرزي حكم موجود دى؛ نو بيا څېړنه او بدلون  يې موجه بلل كېدى شي.

دولت د ارگانونو ترمنځ د اختلافاتو پاى بلل كيږي، خو دا، چې ولسي جرگې ته د نهو نويو غړيو له ورتگ او د نهو برحاله غړيو له ايستلو سره به دا لانجه په رښتيا هم حل شي، وخت به يې په ډاگه كړي.كه څه هم، چې د ټاكنو د لانجې د حل په باب د افغان ولسمشر حامد كرزي ظاهرآ د

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version