سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو خپلواك كميسيون پرېكړه غير قانوني او سياسي ده- ظاهر قدير
له قانون څخه د ملاتړائتلاف مشرتابه څرگنده كړې، چې: دوى به هيڅكله هم د تاكنو د خپلواك كميسيون پرېكړه ونه مني .
د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو ځانگړې محكمې او استناف محكمې له خوا د برياليو پېژندل شويو ۶۲ كانديدانو څخه نهه تنه بريالي اعلان كړي.
په ولسي جرگه كې له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف مشرظاهر قدير وايي، چې:
دوى به هيڅكله هم د ټاكنو خپلواك كميسيون دې پرېكړې ته تسليم نه شي او خپل تحصن ته به دوام وركړي.
محمد ظاهر غني زاده د ائتلاف غړى وايي، چې:
د ټاكنو خپلواك كميسيون د خپل پخواني دريځ او د اساسي قانون په خلاف نهه معترض كانديدان بريالي اعلان كړي دي.
د ولسي جرگې غړى رفيق شهير وايي، چې :
د ولسي جرگې د نويو غړيو په توگه به هيڅ يوه نوي شخص ته اجازه ورنكړي، چې د شورى انگړ ته د ننه شي.
دا ائتلاف وايي، چې:
تحصن ته به دوام وركړي او د ولسمشرۍ په خوا او ولايتونو كې به خيمه ودروي.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي د ټاكنو د لانجې په پيل كې ويلي وه، چې د ولسي جرگې د تېروټاكنو په پايلو كې بدلون ناشونى دى، خود يكشنبې په ورځ يې د خپلو څېړنو په پايلو كې نهه هغه كسان بريالي اعلان كړل، چې په لومړنيو پايلو كې بريالي وه، خو د شكايتونو كميسيون يې نومونه د برياليو كسانو له ليست څخه ايستلي وه.