سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو د نظارت او څارنې لپاره شاو خوا زر كسانو نومليكنه كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

څه باندې څلور مياشتې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته پاتې دي. د ټآكنو خپلواك كميسيون له ټاكنو څخه د څارنې لپاره د نوم ليكنې بهير د روان كال په ثور كې پيل كړ.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي، چې تر اوسه شاو خوا زر كسانو د څارونكيو په توگه نومليكنه كړې ده.

نوموړى زياتوي، دا شمېر د اندېښنې وړ دى؛ ځكه دوى تمه لري، چې شاو خوا درې سوه زره كسان به د څارونكيو په توگه نومليكنه وكړي.

د مركزي احصايي چارواكي وايي، چې شاو خوا دولس ميليون كسان د رايې وركولو په شرايطو برابر دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې د سږ كال په نومليكنه كې يو ميليون او دوه سوه زره كسانو د رايو كارتونه تر لاسه كړي دي.

د نوموړي په وينا، ښايي د رايو وركولو په شرايطو برابر ټول كسان به په ټاكنو كې گډون ونه شي كولى.

په همدې حال كې د ټاكنو په خپلواك كميسيون كې د رسنيو د سرغړونو كميسيون پېنځ غړيو په رسمي توگه كار پيل كړ.

عبدالوكيل نايبي، فريده نيكزاد، حشمت رادفر، امام محمد وريماچ او نجيب الله اڅكزى د دغه كميسيون غړي ټاكل شوي دي.

Trending

Exit mobile version