سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو د نېټې اعلان د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ شوى
د افغانستان يو شمېرمدني بنسټونو د ټاكنو د نېټې له اعلام څخه هركلى كړى او وايي، چې:
په افغانستان كې د كال هرفصل ځينې خپلې ستونزې لري؛ خو افغان دولت ته پكارده، چې په ليرې پرتو سميو كې د آيساف په همكارۍ، خلكو ته زمينه برابره كړي، چې په ټاكنو كې گډون وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې ځيني سياسي كړيو د ټاكنو لپاره اعلام شوې نېټه د جوي شرايطو په پام كې نيولو سره مناسبه نده بللې.
د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو لپاره د ۱۳۹۳ل كال د وري شپاړسمه اعلان شوې ده. كه څه هم ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي جرگو د ټاكنو لپاره يو كال او شپږ مياشتې پاتې دي؛ يو شمېر سياسي كړۍ وايي، چې:
اعلان شوې نېټه د هوا د سړښت له كبله مناسبه نده.
د ملي ائتلاف رهبر داكتر عبدالله عبدالله څه موده مخكې وويل، چې:
د ټاكنو د ټوليزتوب او رڼښت لپاره پكارده، چې د ټاكنو نېټه بدله شي.
په همدې حال كې د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رييس عزیز رفیعی وايي، چې:
موږ له اعلان شوې ڼېټې؛ ځكه هركلى كوو، چې د لومړي ځل لپاره له اساسي قانون سره سمې په ټاكل شوې نېټه ټاكنې ترسره كيږي.
د رفيعي په وينا:
كه دولت وغواړي د ټاكنو پرمهال په ليرې پرتو سيمو كې د آيساف په همكارۍ خلكو ته دا زمينه برابرولى شي، چې خلك په اسانۍ د رايو مركزنو ته ولاړشي او خپلې رايې وكاروي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ رييس جانداد سپين غر وايي:
كه د ټاكنو نېټه بدله شي؛ نو داسې ستونزې به راپورته شي، چې د حمل يا وري مياشتې له ستونزو به ډېرې پېچلې وي.
له دې ټولو موافقو او مخالفو دريځونو سره سره د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو د نېټې بدلون، چې د اساسي قانون خلاف وي، ناشونى بولي.