سیمه ییز خبرونه
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون هم د وروستي نوملړ په اعلامولو كې د ځنډ خبره كوي
نن د لړم پنځه ويشتمه نېټه ده، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د مهال ويش له مخې بايد د نوماندانو وروستى نوملړ اعلام شوى واى؛ خو د ټاكنيزو شكايتونو د څېړنو كميسيون وايي، د ليرې شويو نوماندانو د اعتراضونو او شكايتونو د څېړنيزې مودې د غزيدو له كبله دغه پروسه اضافي وخت واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د نوماندانو د وروستي نوملړ په اعلانيدو كې ځنډ د يو شمېر احتمالي نوماندانو او ټاكنو د خپلواك كميسيون غبرگونونه راپارولي دي.
لكه څرنگه، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون پر ټاكلې نېټه د نوماندانو لومړنى نوملړ اعلام نكړ، د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون هم د وروستي نوملړ په اعلامولو كې د ځنډ خبره كوي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون چارواكي وايي، د دوى څېړنې د ټاكنو د استازيو په حضور كې روانې دي او هڅه كوي، چې دغه بهير په چټكتيا پايته ورسيږي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وياند نادر محسني وايي، تراوسه يوازې پنځوس فيصده شكايتونه څېړل شوي او بشپړيدل يې نور وخت ته هم اړتيا لري.
د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د دغو څرگندونو په غبرگون كې احتمالي نوماندان هر يو گل اغا شېرزي او بسم الله شېر خپل غبرگونونه څرگند كړل.
د ټاكنو خپلواك كميسيون كمشنر سرير احمد برمك وايي:
كه له يوې خوا د ټاكنو خپلواك كميسيون پر ټاكلې نېټه د نوماندانو د وروستي نوملړ پر اعلامولو ټينگار كوي؛ نو له بلې خوا زياتوي، چې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون له څېړنو وروسته به دغه لست دوى هم د خپل صلاحيت له مخې وڅيړي.