سوداگري
د ټاپي پروژې کار په افغانستان کې پیل شو
ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د لیندۍ دولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې د دغې پروژې له پرانستلو وروسته تر اوسه پورې د پروژې د پلي کولو لپاره اړین تخنیکي وسایل او تجهیزات(د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د صفري نقطې) ته ولېږدول شول او له لېږد وروسته اوس عملي کار پیل شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند وايي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار عملاً پیل شوی دی.
ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د لیندۍ دولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې د دغې پروژې له پرانستلو وروسته تر اوسه پورې د پروژې د پلي کولو لپاره اړین تخنیکي وسایل او تجهیزات(د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د صفري نقطې) ته ولېږدول شول او له لېږد وروسته اوس عملي کار پیل شوی دی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر خلک پر کار بوخت دي او لومړی پړاو به یې په راتلونکیو دوه کلونو کې بشپړ شي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي او د پلان شویو پروژو چارې به هم پیل شي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ افغانستان به ورو ورو په پښو ودریږي او د هېوادوالو لپاره به ښه کاري فرصتونه برابر شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې دغه پروژه د سیمې د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي.
د ټاپي پروژې مسوولینو ويلي، د دې پروژې له بشپړېدو سره به په افغانستان کې ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له دې پروژې څخه به د افغانستان کلنی عاید نږدې یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
ویل کیږي، چې ټاپي د ۱۸۰۰ کیلومټرو پر اوږدوالي له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د طبیعي ګاز د پايپ لېږدولو پروژه ده. افغانستان به له ټاپي پروژې څخه په لومړیو ۱۰ کلونو کې د شاوخوا ۵۰۰ میلیون مټر مکعب ګاز او په راتلونکیو ۲۰ کلونو کې د یو میلیارډ مټر مکعب ګازو په ترلاسه کولو سربېره هر کال د ګاز له لېږد څخه شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کړي.