سوداگري

د ټاپ-۵۰۰ پروژې د عملي کار پیلولو لپاره ناسته ترسره شوه

دغه راز بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د تخنیکي کمیټې ترمنځ د منظمو ناستو او د ټاپ-۵۰۰ پروژې د پلي کولو لپاره د عملي پلان پر جوړولو هوکړه وشوه.

Published

on

د هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټاپ – ۵۰۰ پروژې د عملي کار د پیل لپاره لومړۍ درې اړخیزه ناسته د انرژۍ او اوبو وزارت، برښنا شرکت، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت او د ترکیې شرکت چاک هولډینګ د استازو پر ګډون ترسره شوه.

دغه راز بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د تخنیکي کمیټې ترمنځ د منظمو ناستو او د ټاپ-۵۰۰ پروژې د پلي کولو لپاره د عملي پلان پر جوړولو هوکړه وشوه.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاپ-۵۰۰ پروژه له ترکمنستان څخه د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې پاکستان ته د لوړ ولټاژ برښنا لېږدوي او پر کورنیو اړتیاوو پوره کولو سربېره به افغانستان د دې برښنا له لېږد څخه کلني عاید هم ترلاسه کوي.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې هڅه کړې؛ پر هغو لویو سیمه‌ییزو پروژو کار پیل کړي، چې خلک یې له کلونو راپدېخوا د پیلېدو پر تمه ول.

Trending

Exit mobile version