تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: تر اوسه د رایو ۶۴۰۰ صندوقونه تفتیش شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه د رایو ۶ زره ۴ سوه صندقونه تفتیش کړي دي او کاري ډلې هم تر ۲۲۰ پورې لوړې شوې دي. د دغه کمیسیون مسئولین وايي، چې د رایو د باطلولو کمپیوټري سیستم هم ازمایل شوی او ډېر ژر به فعال شي.
د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د رایو تفتیش روان دی، خو د رایو د باطلولو عملي کار نه دی پېل شوی. داسې ښکاري، چې د رایو د باطلولو پر سر د دواړو ټیمونو تر منځ لاهم د نظر اختلاف شته.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غړی امرالله امان وايي، چې د رایو د ابطال کړنلاره لاهم ستونزه لري، خو د تحول او تداوم ټیم غړی قدرت الله جمال وايي، د رایو د ابطال مسئولیت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده ده.
همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې د رایو د ابطال په مخ کې یوازې فنی ستونزې پرتې دي، چې د دغو ستونزو په حل کېدو به دا چاره عملي پېل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو څارونکي بنسټونه اندېښمن دي، چې ښایي یو ځل بیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون روانې چارې ځندڼۍ شي.
د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی شاه محمود مل وېره لري، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه د رایو د تفتیش مدیریت هم له لاسه وتلی او د دواړو ټیمونو لاس ته لوېدلی دی.

Trending

Exit mobile version