سیمه ییز خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: د رایو د بیا تفتیش د پروسې د ودرولو ټاکنه هم په پام کې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال وایي، که د ولسمشرۍ کاندیدان د رایو د باطلولو پر کړنلارې هوکړې ته ونه رسېږي، دا کمیسیون بله لار نه لري او باید د مخکنۍ لایحې له مخې عمل وکړي او یا هم دا بهیر ودروي.

شاوخوا اته میلیونه رایي د نړیوالو او کورنیو څارونکو په حضور کې بیا تفتیش کېږي. هره رایه له سره کتل کېږي او جعلي رایې د څارونکو په حضور کې له صندوقونو را وځي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي وایي:

د هرې رایې په سر، چې شکمنه ښکاري، د دواړو کاندیدانو څارونکي څو دقیقې بحث کوي او د یوه صندوق تفتیش له یوه ساعته زیات وخت اخلي.

که څه هم د رایو د باطلولو په اړه دغلته د نړیوالو څارونکو او د دواړو کاندیدانو په حضور کې پرېکړه کېږي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو باطلول د دې بنسټ واک بولي.

کوم واک چې کمیسیون یې اساس د دواړو کاندیدانو تر منځ هوکړه بولي، چې د رایو د باطلولو په اړه یې باید وکړي.

تر اوسه د رایو د تفتیش لپاره د نړیوالو څارونکو شمېره نږدې ۵۰ کسانو ته رسېږي خو داسې ښکاري چې دا شمېره به ۲۰۰ کسانو ته ورسېږی.

د ۱۲۰ نړیوالو څارونکو په را رسېدو سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال هم ژمنه کوي، چې د رایو د بیا تفتیش بهیر به چټک کړي.

د رایو د بیا تفتیش بهیر ډېر پڅ ښکاري، ټاکل شوې وه هره ورځ څه ناڅه زر صندوقونه بیا تفتیش شوي وای، خو په ورخ کې د تفتیش شویو صندوقونو شمېره ۳۰۰ ته هم نه رسېږي، او تمه ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا بهیر چټک کړي.

Trending

Exit mobile version